د فارياب په پښتون كوټ ولسوالۍ كې ټرافيكي پېښې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند كريم يورش كليد ته وويل، تېر مازديګر يو فلاينكوچ ډوله موټر د چهارتوت له كوتله لاندې درې ته لوېدلى، چې له كبله يې څلور تنه وژل شوي او شاوخوا اته نور ژوبل دي.
د هغه په خبره، موټر چلوونكى تښتېدلى او د پوليسو تر تعقيب لاندې دى.
د پېښې ټپيان د ميمنې ښار ملكي روغتون ته وړل شوي او د ځينو روغتيايي حالت نازك ښودل شوى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ