ads

غزني کې د جنایي جرمونو په تور ۸ تنه نیول شوي

د غزني امنیتي چارواکي وایي، له تېرې یوې اونۍ راهیسې یې په غزني ښار کې ۸ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو له اسنادو او شواهدو سره یوځای نیولي دي.

نویسنده: The Killid Group
7 لیندۍ 1395
غزني کې د جنایي جرمونو په تور ۸ تنه نیول شوي

د غزني امنیتي چارواکي وایي، له تېرې یوې اونۍ راهیسې یې په غزني ښار کې ۸ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو له اسنادو او شواهدو سره یوځای نیولي دي.
نیول شوو کسانو کې هغه ‌ډله هم شامله ده، چې دولتي لوړ پوړو کارکوونکو او بډایه کسانو ته به یې د نا مشروع کارونو زمینه مساعدوله او د مخفي کامرو له لارې به یې بربنډ فلمونه ترې اخیستل او بیا به یې له اړوندو کسانو څخه پرې پیسې تر لاسه کولې.
د غزني امنیې قومندان مل پاسوال امین الله امرخېل نن په يوې خبري ناسته کې، چي نیول شوي کسان یې هم خبریالانو ته وښودل وویل، چې د دغو کسانو په نیولو سره یې په غزني ښار کي د ګڼ شمېر جنایتونو مخنیوی کړی دی.
امرخېل زیاتوي، دغو کسانو په ښار کې کورونه او کرايې خونې په کرايه نيولې وې، چې هلته به يې له هلکانو او نجونو څخه استفاده کوله او په بېلابېلو پلمو به يې سوداګر او ځوانان ورغوښتل او د نامشروع کارونو فلم به يې په مخفي کامره ترې اخيسته، د فلمونو په ښودلو به يې دوی اړ کړل چې دوی ته پیسې ورکړي.
امنیې قومندان وایي، له دغو کسانو سره یو داسې استعلام هم نیول شوی، چې په کې دوی د کشفي ارګانونو د کارکوونکو په توګه معرفي شوي دي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې د دغو کسانو تر څنګ یې درې نور کسان هم د تروریستي کړنو، باج ګیریو، د وسلو د پلور او مخدره موادو د قاچاق په تور نیولي دي.
امرخېل د دې پوښتنې په ځواب کې چې له نیول شویو کسانو سره د کشفي ارګانونو رسمي استعلام هم شته و او ښایي ځینې امنیتي منسوبین هم ورسره مل وي، وویل، چې په دې اړه یې څېړنې روانې دي.
د یادونې وړ ده، چې د غزني ولایت د امنیې قومندانۍ د جنایي مدیریت کار کوونکو له تېرو دوه میاشتو راهیسې د وسله والو غلاوو او سړي تښتوونکو څلور ډلې او لسګونه کسان هم د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي، چې په دې ولايت کې يې د غلاوو او سړي تښتونو ګراف هم خورا ټیټ شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA