ads

سويډن کې پر يو جومات نامعلومو کسانو بريد کړی

سويډني چارواکي وايي، د دغه هېواد پر يو جومات نامعلومو کسانو بريد کړى او پر دېوالونو يې د مسلمانانو په اړه کرکجنې ليکنې هم کړې دي.

نویسنده: The Killid Group
7 لیندۍ 1395
سويډن کې پر يو جومات نامعلومو کسانو بريد کړی

سويډني چارواکي وايي، د دغه هېواد پر يو جومات نامعلومو کسانو بريد کړى او پر دېوالونو يې د مسلمانانو په اړه کرکجنې ليکنې هم کړې دي.
پېښه د سويډن پايتخت سټاک هوم كې د مسلمانانو يو مرکزي جومات کې رامنځته شوې ده.
پوليسو ويلي، چې يو شمېر کسانو پر ياد جومات پټرولي بمونه غورځولي، پر دېوالونو يې کرکجنې ليکنې کړي او د پېښې له ځايه تښتېدلي دي.
د بريد په مهال په جومات کې مسلمانانو لمونځ کاوه، خو چا ته پکې ځاني زيان نه دى اوښتى.
پوليسو د پېښې د څرنګوالي او د عاملينو د نيولو په اړه پلتنې پيل کړې دي.
بايد ياده شي، چې په سويډن کې څو کاله وړاندې په يوه مجله کې د اسلام ضد څرګندونو او انځورونو خپرېدو د مسلمانانو غوسه وپاروله، چې په يو شمېر هېوادونو کې د سويډن په ضد پراخ لاريونونه هم ترسره شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA