جمهور رئيس محمد اشرف غني له خپل ترکمنستاني سيال قربان قلي بردي محمدوف سره په ليدنه كې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د دوستانه مناسباتو پر پياوړتيا او همکاريو ټينګار وکړ.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه ليدنه تېر ماښام د تركمنستان پايتخت عشق اباد كې د هېواد د جمهور رئيس په استوګنځي کې ترسره شوه.
جمهور رئيس غني تركمنستان د افغانستان دوست او نېک ګاونډى ياد کړ او زياته يې كړه، چې په تېر يو نيم کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو او اړيکو ټينګښت به په سيمه کې د پرمختګ او پراختيا سبب شي.
هغه “د پايداره ټرانسپورټ نړيوال کنفرانس” اهميت او رول ته په اشارې وويل، دغه کنفرانس به، چې ترکمنستان يې هم مشري کوي، په سيمه کې د ټرانزيټي غوټو په پرانيستو کې ډېره زياته مرسته وکړي.
بلخوا قربان قلي بردي محمدوف په دغه کنفرانس کې د جمهور رئيس غني ګډون پر سيمه ييزو مسايلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پراختيا مثبت اغېز لرونكى وباله.
نوموړي همدارنګه د ترکمنستان او افغانستان اړيکې تاريخي او پخوانۍ وبللې او وې ويل، چې دغه مناسبات به په راتلونکي کې د اړيکو د لا پياوړتيا سبب شي.