د ملي تدارکاتو د ادارې له خوا پرون د کندهار ولايت په مقام کې ۱۲ ورځنی روزنيز پروګرام پيل شو، چي د کندهار د ګڼو ادارو د تدارکاتو مسوولينو ګډون پکښې کړی وو.
د کندهار ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه نن کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ورکشاپ په لومړۍ ورځ د مرستيال والي تر څنګ د پروګرام مسوول او یو شمېر نورو ريیسانو برخه لرله.
د سرچیني په وینا د یاد پروګرام مسوول عالم زېب احمدزی وايي، چې له دې روزنيز ورکشاپ څخه يې موخه د تدارکاتو نظام اصلاح کول، روڼتيا رامنځته کول او د عامه لګښتونو کنټرول دی، چي په ۱۲ ورځو کي به د تدارکاتو د قانون په اړه وضاحت، د ودانيزو چارو تدارکات، د توکو د رانيولو او د تدارکاتي پلان په اړه معلومات وړاندې شي.
په خبرپاڼه کې د مرستیال والي عبدالعلي شمسي له قوله راغلي، چې د تدارکاتو په برخه کې دغه ډول ورکشاپونه اغېزناک ثابت کېدای شي او په وینا یې، په قراردادونو کې ځنډ، د څارنوالۍ له خوا دولتي مامورينو ته د دوسيو جوړېدل او فساد ډېرېدل له تدارکاتي قانون څخه د ناخبرۍ عوامل دي.
هغه زياته کړه، چې په قراردادونو او نورو تدارکاتي چارو کې روڼتيا هغه مهال رامنځته کېدای شي، چې مامورين له تدارکاتي چارو څخه پوره بلدتيا ولري.