ads

کندهار کې شبه کاري غوړېدلې

په کندهار کې د شبهکارۍ هنر یو ځل بیا په غوړېدو دی او ګڼو ادارو او عامو خلکو یې د تولیداتو پېرلو ته مخه کړې.

نویسنده: The Killid Group
5 لړم 1395
کندهار کې شبه کاري غوړېدلې

په کندهار کې د شبه کارۍ هنر یو ځل بیا په غوړېدو دی او ګڼو ادارو او عامو خلکو یې د تولیداتو پېرلو ته مخه کړې.
شبه کاري او په لرګي کې د لیکلو او رسامۍ هنر له پخوا څخه په افغانستان کې دود و، خو د تېرو څو لسيزو جګړو له کبله د له منځه تلو له ګواښ سره مخ شوی.
د دغه هنر یو سرلاری، عبدالمالک علمي نومېږي، هغه ته دا کسب له پلاره ور پاتې دی.
نوموړی وايي، د تېرو جګړو پر مهال دغه هنر هم له پامه وغورځول شو او داسې وېره وه، چې ښايي بیا را ونه ټوکېږي.
علمي وايي، که چېرې دولت ورسره همکاري وکړي؛ نو چمتو دی په دې برخه کې نور کسان هم وروزي، څو ډېر خلک دا هنر زده کړي او وده وکړي.
نوموړی وايي، که څه هم ډېر کاروبار یې له دولتي ادارو سره دی او هغوی ورته فرمایشونه ورکوي، خو تر دې مهاله ورسره ځايي حکومتي ادارې د دغه هنر په پرمختګ کې هېڅ ډول مرسته نه ده کړې: ((پلار مې وړاندې وفات شوی، ما یې اسناد او اثار لټول، په هغه کې مې د دغه هنر بېلګې وموندلې؛ نو له ځان سره مې پرېکړه وکړه، چې زه به دغه هنر یو ځل بیا راژوندی کوم، ځکه کندهار کې بل ځای د دغه هنر هېڅ څرک نه لګېده)).
له بل لوري د کندهار ښار اوسېدونکي او د دغه هنر مينه وال وايي، دولت باید دې او ورته هنرونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، تر څو ونه مري او پرمختګ وکړي. دوی زیاتوي، دا ډول هنرونه د افغانستان د فرهنګ په وده کې ګټور رول لري.
احمد د کندهار ښار اوسېدونکی دی. نوموړي کلید ته وویل، که څه هم دغه ډول اثار کمپیوټري هم جوړېږي، خو خلک هغه نه خوښوي او دا په لاس توږل شوي تصويرونه او لیکل ډېر خوښوي: (( ډېرو خلکو د دغه هنر د تولید پېرلو ته مخه کړې، لوګو ګانې، تصویرونه او لوحې پرې جوړوي، ډېرې ښایسته راځي)).
د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی نجیب الله وايي، که چېرې دغه هنر ته پراختیا ورکړل شي، ډېرې ګټې لري: ((ډېر ځوانان په دغه هنر کې بوختېږي، له خپل لرګي به مو هم استفاده کړې وي او داسې به نه وي، چې بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي، یو څه ترې جوړ شي او بېرته په موږ څو چنده وپلورل شي)).
دغه راز د کندهار اوسېدونکی کریم الله له حکومتي چارواکو غوښتنه کوي، چې د دغه ډول کسبه کارانو د هڅونې په موخه پروګرامونه جوړ کړي او د دوی تولید ته بازار ومومي.
له بل لوري د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، دوی د هر هغه هنر ملاتړ کوي، چې ټولنې ته یې ګټه رسېږي. د دغه ریاست مرستیال احمدشاه قادري وايي، دغه کسان د لاسنيوي او همکارۍ وړ دي، خو دوی هومره بوديجه نه لري، چې په دې برخه کې ډېره همکاري وکړي.
نوموړی دا خبره داسې مهال کوي، چې هر کال د ملي بوديجې د لګښت په قطعیه کې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د هغو بوديجوي واحدونو له ډلې څخه دی، چې تر ۵۰ فیصده کمه پراختيايي بوديجه لګوي.
قادري د کندهار ولایت له سوداګرو او شتمنو غواړي، چې د دغسې هنرونو په وده او پراختیا کې برخه واخلي او په هغه پانګونه وکړي، څو له یوه لوري، دې هنر وده کړې وي او له بل لوري سوداګرو ته په کې ګټه ورسېږي.
د یادولو ده، چې په کندهار کې دې ته ورته نور هنرونه هم په نيم ژواندي ډول فعالیت لري، خو د حکومت له لوري ورسره همکاري نه کېږي او د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA