د ملي يووالي حكومت اجرائيه رييس عبدالله عبدالله د يوه پلاوي په مشرۍ د راتلونكې دوشنبې په ورځ سعودي عربستان ته ځي.
د اجرائيه رييس مرستيال وياند جاوېد فيصل نن كليد ته وويل، چې عبدالله عبدالله به د سعودي عربستان د پاچا په بلنه په درې ورځني سفر رياض ته ولاړ شي.
فيصل زياتوي، د افغان حكومت د سولې پروسه د سعودي عربستان له پاچا او نورو لوړ پوړو چارواكو سره د اجرائيه رييس د خبرو د اجنډا مهمه برخه ده.
نوموړى همدارنګه وايي، ټاكل شوې عبدالله عبدالله د پاكستان د لومړي وزير په بلنه اسلام اباد ته هم سفر وكړي، خو د ده په خبره، تراوسه د دې سفر دقيقه نېټه نه ده مشخصه شوې.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د پاكستان لومړي وزير نواز شريف درې وارې د ملي يووالي حكومت اجرائيه رييس ته اسلام اباد ته د سفر بلنه وركړې وه، خو په كابل كې د طالبانو د بريدونو زياتېدل او د كابل او اسلام اباد ترمنځ د اړيكو ترينګلي كېدل سبب شول، چې تراوسه دا سفر ترسره نه شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ