ads

په تیارو کې د رڼا پر لور مزلونه

د کلید اوونیزې په دې ګڼه کې داسې څوک درپېژنو چې د ژوند ترخو خورا ډېر ځورولی، د ماشومتوب لوبې، مستۍ او هیلې ترې فقر او بېوزلۍ خوړلې او د هغو وختونو ترخه یادونه یې اوس هم روان ځوروي.

نویسنده: The Killid Group
27 وږی 1395
په تیارو کې د رڼا پر لور مزلونه

د کلید اوونیزې په دې ګڼه کې داسې څوک درپېژنو چې د ژوند ترخو خورا ډېر ځورولی، د ماشومتوب لوبې، مستۍ او هیلې ترې فقر او بېوزلۍ خوړلې او د هغو وختونو ترخه یادونه یې اوس هم روان ځوروي.
خو دا اتل د ژوند هېڅ خزان تسلیم کړی او مات کړی نه دی، د کږېدو او رژېدو پر ځای لا غوړېدلی او د سبا په لوري یې لا ستر او ټینګ ګامونه اخستي دي.
عزيزاحمد تسل د وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ په ګلدره کې هغه وخت نړۍ ته سترګې پرانستې چې سيمه د جګړو تورو لمبو پوښلې وه او هره خوا مرګ وزرې غوړولې وې. په کلي کې شرایط او ساه اخستل دومره ورباندې سختېږي چې له خپلې مېنې خانه به دوش تر هلمنده پورې رسېږي، د دغه ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د سکون ځای مومي او هلته د ژوند له هر ډول اسانتیاوو لرې ژوند اختیاروي.
عزيزاحمد تسل بالاخره هومره کېږي چې هر تیاره سهار تر لمانځه وروسته جومات ته لاړ شي او له ملا امام څخه لومړني ديني درسونه ولولي، دا کار تر هغه کوي، څو یې چې په سیمه کې ښوونځی جوړېږي او نوموړی په کې درېیم ټولګي کې کیني: ((تر ښوونځي پورې کابو یو ساعت پلې لاره وه، خو زما شوق هومره ډېر و چې لا به مې ساعت تېر و، داسې لکه په اوس وخت کې چې څوک بهرني هېواد ته د ماسټرۍ له پاره ولېږل شي.))
که څه هم د کلي په ماحول کې د خوښۍ دا ورځې او شپې ډېر دوام نه کوي او کورنۍ یې د فقر او بېوزلۍ له کبله له کلي وځي او لښکرګاه ښار ته پناه وړي، خو تسل د ژوند د تریخ حالت درمل فقط او فقط په زدهکړې کې مومي او له ځانه سره فکر کوي چې فقط زدهکړه به یې د نورو سیال کړي او بس: ((دې فکر مې روحیه پیاوړې کړه، مشکلات ډېر وو، خو بیا مې هم په ښار کې د انجنیر متین په لیسه کې زدهکړو ته دوام ورکړ.))
تسل د ډېر عمر او پوخ سړی نه دی. د تسل د زلمیتوب او ځوانۍ دوره په افغانستان کې د طالبانو له سقوط راوروسته چې په لسګونه، انځوریږي، چاپي او غږیزې رسنۍ د سیالۍ ډګر ته راوځي، سمون لري. تسل وايي، راډیو یې ډېره اورېده؛ نو له همدې کبله یې له خبریالۍ سره مینه پیدا کېږي: ((خبريالان داسې راته ښکارېدل لکه په کومه بله نړۍ کې چې اوسېږي، په يوولسم ټولګي کې وم. يوه ورځ د سباوون سيمهييزې راډيو دفتر ته ورغلم، ويل مې غواړم په راډيو کې کار وکړم، يو څه پوښتنې يې راځنې وکړې، هېڅ مې هم نه وو زده، بېرته یې رخصت کړم.)) تسل تر دغه ازمېښت وروسته د ملامتې ګوته ځان ته نیسي، خو هوډ یې لاپسې پیاوړی کیږي او له ځانه سره ژمنه کوي چې تر امتحان اخستونکو به هم ښه خبریال کیږي، بېرته همدې راډیو ته ورځي او ترې هیله کوي چې غواړي هلته زدهکړې وکړي:((دا غوښتنه مې ومنل شوه او په ۱۳۸۵لمريز کال مې په راډیو کې کار پیل کړ.))
عزیراحمد تسل کيسه تر دې ځایه رارسولې وه چې رنګ یې وغوړېد، له ځان سره مسک شو او د ژوند دې شېبې یې خوند ورکړ:((له راډيو مې غږ خپور شو، په ځان نه پوهېدم، کور ته چې لاړم په هر چا مې زیري کول چې په راډيو کې مې خبرې وکړې او ترې پوښتل مې چې زما غږ يې اورېدلی دی او که نه، چيغې مې وهلې چې زه هم خبريال شوم!))
تسل له دندې سره په یو وخت دوولسم ټولګی هم بشپړوي او بالاخره په ۱۳۸۶لمريز کال له ليسې فارغېږي، خو د کاري بوختياوو له کبله دوه کاله وروسته د کانکور په ازموينه کې ګډون کوي. د کابل پوهنتون پښتو ادبیاتو ته بريالی کیږي او د هغو دوو کسانو په ډله کې راځي چې په دغه کال له ټول هلمند څخه پوهنتون ته بریالي کېږي.
تسل پوهنتون ته په بریالیتوب سره هم د هلمند چوپړ نه پرېږدي، هلته د ملګرو په مرسته د بست په نوم د فرهنګي مرکز او راډیو بنسټ ږدي، نوموړی یې مشر ټاکل کېږي او بل ملګری یې مالي لګښتونه پر غاړه اخلي.
عزیز احمد تسل کابل ته راځي، د خبريالۍ په برخه کې د نی څو کورسونه لولي، یو وخت چې هلمند ته بیرته ګرځي؛ نو لومړنی کس وي چې د غږ جوړولو او راډيو په تخینکي پروګرام (کول اېډېټ) پوهېږي او نور هېڅوک ورسره بلد نه وي.
په همدې وخت کې د (ای ډبلیو پي ار) خبريالان هلمند ته ورځي، دوی ته د خبريالۍ په برخه کې روزنه ورکوي او تسل ته بلنه ورکوي چې له هلمند څخه د خبريال په توګه له دغه اژانس سره کار وکړي: (( ډېر جنجالي راپورونه مو خپاره کړل، د ټولې نړۍ مطبوعاتو به اخستل.))
نوموړی وايي، د خبر او راپور په جوړولو کې یې ځانګړي مهارتونه ترلاسه کړي وو: ((داسې سرچينې مې پيدا کړې وې چې که به بهرنيانو يا سیمهییزې حکومتي ادارې له خبريالانو خبره پټه هم کړه، ما پيدا کولای شوای، سيمې ته به په خلکو پسې تلم او د پېښو اصلي سرچينې به مې پيدا کولې.))
دا نو هغه وخت دی چې د دوی د هڅو له برکته په جنوب زون کې بست راډيو هم ډېره مشهورېږي، دوی شپه او ورځ کار کوي، نورو کسانو ته روزنه ورکوي او دا راډیو په سيمه کې د يوه عملي پوهنځي بڼه خپلوي.
عزیراحمد تسل د (ای ډبلیو پي ار) له لارې برېتانیا، سريلانکا او نيپال ته سفرونه هم کوي: ((په لندن کې مې اف ام راډيوګانې تعقيب کړې چې څه خپروي او د خپرونو ښهوالی يې په څه کې دی، هغه مې بيا بست راډيو کې عملي کولې، کابل کې مې هم راډیوګانې اورېدلې، څو یې ښې تجربې هلمند ته ولېږدوم.))
نوموړی د یوه کال له پاره له پوهنتون تعجیل اخلي، هلمند ته ستنېږي او هلته د ((هلمند پرېس کلب)) په نوم مطبوعاتي دفتر جوړوي چې اوس د مېډیا سنټر په نوم فعالیت لري. په ۲۰۰۹میلادي کې بیا کابل پوهنتون پيلوي، د ادبياتو په پوهنځي کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکوي، خو ورسره څـېــرمه لــه مـهال اژانس ســره هـم کــار پيــلوي. د دغــه اژانـس خپرونې به له کليد راډيو خپرېدې.
تر دې دندې وروسته پوهنې وزارت ته ځي او هلته د ډېټابېس په پروژه کې کار کوي. تسل په ۲۰۱۲ميلادي کال د وردګو په چک ولسوالۍ کې واده کوي او د ژوند دويم پړاو پیلوي.
د امنیتي اندېښنو په خاطر، له هلمند څخه کابل ته راځي، خو دلته یې یو ځل بیا فقر او بېوزلي لمن نيسي، د ژوند خوږې شېبې ترې مخ اړوي او د ماشومتوب ترخه یې مېلمانه کېږي: ((کابل کې مې اقتصادي حالت له صفر سره ضرب و، خو داسې ملګري مې وو چې ویل به یې؛ هغه له مېرمنې سره په هوټلونو کې ډوډۍ خوري، ما به چې خپلې ناچارۍ ته کتل او بیا دې خبرو ته ترخه خندا به راغله. يو ژمی مې مور او پلار له هلمند پوښتنې ته راغلل، خو د کابل ژمی سوړ و، د دوی په کوټه کې مې بخارۍ هم نه وه لګولې، ډېرې سړې شپې يې راسره تېرې کړې.))
خو دا دوره ډېر دوام نه کوي او اوس تسل نه یوازې پر ستونزو بریالي کېدل زده کړي، بلکې د زمان جبرونو په هر ډول کږلېچونو کې د لارې موندو چل هم ور ښودلی او د سباوون څرک په اسانۍ موندلی شي.
په ۲۰۱۴میلادي کال له نړيوالو مطبوعاتو سره کار پيلوي، انګريزي يې څه هلمند او څه هم کابل کې زده کړې، اقتصادي حالت يې ښه کېږي او د مور او پلار په ګډون ټوله کورنۍ کابل ته راغواړي. دلته هم ترې نوښتونه نه پاتې کېږي: ((کابل پرېس کلب مو جوړ کړ، ملګرو دلته هم زه مشر وټاکلم، لاسته راوړنې لرو، تېر کال مو يو لوی کنفرانس جوړ کړ، ټینګار مو دا و چې د دولتي ادارو ويندويان بايد په دري او پښتو دواړو ژبو پوه شي.))
عزيز احمد تسل وايي، د پرېس کلب تر ټولو لوی کار یې له خبريالانو سره د واليانو د چلند په تړاو ټولپوښتنه وه: (( دا ډېر مهم کار و، خلکو هم خوښ کړ او پرېس کلب هم ورسره مشهور شو.))
تسل اوس مهال د الجزيرې له انګريزي چينل سره کار کوي، د دې چینل له بهرنیو ژورنالیستانو سره د افغان همکار خبریال په توګه دنده لري او جنګي سيمو او ولايتونو ته ځي:(( له دوی سره کندوز، وردګو او لوګر کې ډېرو مخامخ جګړو ته لاړم.))
د دې تر څنګ د فرانسويانو له ((پرینس ټوونټي فور)) چينل سره هم کار کوي. دا چینل ځينې مستندې ډاکومنټرۍ جوړوي. نوموړی دغه راز له ډنمارکي رسنيو سره هم همکاري لري.
عزيز احمد تسل د برېتانیا مرکز لندن کې له یوه سمينار د لوړو نمرو او عالي درجې ستاینلیک هم ترلاسه کړی. تسل درې وروڼه او درې خويندې لري او اوس مهال د دوو ماشومانو پلار دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA