ننګرهار د امنیه قومندانۍ پولیسو د سرخرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۸۱ کیلو ګرامه چرس کشف او نيولي دي .
د امنیه قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره کلید ته په راستول شوې خبرباڼه کې راغلي، چې د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزی مدیریت پولیسو د سرخرود ولسوالۍ د درونټې په ساحه کې د مخکینۍ اطلاع پر اساس په یو عراده هینو موټر کی ۸۱ کیلو ګرامه چرس تر لاسه کړي دي.
خبرپاڼه کاږي، یاد نشه يي توکي له کابل څخه د ننګرهار غني خیلو ولسوالۍ مارکو سیمې ته انتقالېدل چې د دوی مؤظفینو ونیول.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، د دغو نشه يي توکو په تړاو دوه کسان هم نیول شوي، چې اوسمهال په امنیه قوماندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ