ads

د كندهار د پوهنې رئيس او مرستيال يې له دندو لرې شوي

د کندهار ولایت مقام لخوا د پوهنې ریاست دا دوه لوړ رتبه مسوولین داسي مهال له دندو ګوښه کېږي چې نوي تعلیمي کال ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي

نویسنده: The Killid Group
9 وږی 1395
د كندهار د پوهنې رئيس او مرستيال يې له دندو لرې شوي

د کندهار والي د دې ولايت د پوهنې د عمومي زده کړو امر محمد عوض نظري او رئیس عبدالقادر پیوستون له دندو ګوښه کړل.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، پیوستون او محمد عوض نظري په پوهنې ریاست کې د فساد د زیاتوالي له كبله د خلکو د شکایتونو تر اورېدو وروسته د اصلاحاتو راوستلو په هدف ګوښه شوي دي.
خپلواک زياته كړه، د دواړو پر ځای د محب الله قادري په نوم ددغه ریاست یو مدیر د سرپرست په توګه ټاکل شوی دى.
د کندهار ولایت مقام لخوا د پوهنې ریاست دا دوه لوړ رتبه مسوولین  داسي مهال له دندو ګوښه کېږي چې نوي تعلیمي کال ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي.
تر دې مخکې د کندهار د پوهنې ریاست پر وضعيت د کندهار خلكو او په ولسي جرګه کې د خلكو استازو سختې نيوکې هم کړې وې او غوښتنه کېده چې په دې ریاست کې دې اصلاحات راشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA