ads

د چمن لارې تړل كېدو افغانستان ته ۱۰ ميليونه ډالر تاوان اړولى

د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وایي، د بولدک – چمن د دروازې تړل کېدو افغان سوداګرو ته شاوخوا لس میلیونه ډالر زیان اړولی دی خو د سوداګرۍ وزارت وایي چې په دې اړه يې له پاكستاني چارواكو سره خبرې روانې دي او ډیر ژربه دغه لاره بیا پرانیستل شي

نویسنده: The Killid Group
7 وږی 1395
د چمن لارې تړل كېدو افغانستان ته ۱۰ ميليونه ډالر تاوان اړولى

د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وایي، د بولدک – چمن د دروازې تړل کېدو افغان سوداګرو ته شاوخوا لس میلیونه ډالر زیان اړولی دی خو د سوداګرۍ وزارت وایي چې په دې اړه يې له پاكستاني چارواكو سره خبرې روانې دي او ډیر ژربه دغه لاره بیا پرانیستل شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامه اړیکو مسؤل صیام الدین پسرلي له کلید راډیو سره په خبرو کې وویل: له تېرو نهو ورځو راهیسې د بولدک، چمن لاره تړل شوې او د دې تړل کېدو له کبله د کرښې دواړو خواو ته د سوداګرو سلګونه بار لارۍ او کنټينرونه بند پاتې دي: (( زموږ په سلګونه كنتينرونه د پولې دواړو خواو ته ولاړ دي، لس ميليونه ډالر افغان سوداګرو ته ضرر رسېدلى، د كرښې دواړو غاړو ته هغه خلك ژوند كوي چې مشترك منافع، نږدې ارتباطات او مشتركې فابريكې لري، دوى دواړو غاړو ته تګ راتګ لري، خو اوس هرڅه تړل شوي، له پاكستان او افغان حكومت څخه غوښتنه كوو چې ژر تر ژره دا لاره خلاصه كړي.))

پسرلی وایي که د بولدک چمن د لارې پر ځای دوی له نورو لارو څخه کار واخلي هغه د دې لارې په پرتله ورته قیمته تمامیږي: (( بديل لاره يې نشته، خو د كار د اسانتيا لپاره كولى شو چې نورې لارې پيدا كړو، لكه تورخم يا غلام خان بندر لاره))

خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، د چمن د  لارې په اړه د دواړو لوريو تر منځ ډیپلوماتیکې خبرې روانې دي او دوی هیله من دي چې دا خبرې به په لنډ وخت کې پایله وركړي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي کلید ته وویل، د جمعې په ورځ د لنډ وخت لپاره د بولدک چمن لاره پرانیستل شوه او یو شمېر هغه موټر چې تازه میوې په کې بار وې او د خرابېدو ویره یې وه هغه تېر شول: (( دا لاره نه يوازې د افغانستان ضرر ده، بلكې د پاكستان لپاره هم په تاوان ده، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت او خارجه وزارت لخوا هڅې روانې دي چې دا لاره ژر خلاصه شي.))

پاكستان د چمن لاره پر افغاني سوداګرو  او تګ راتګ كوونكو باندې په داسې حال كې تړلې چې څو اوونۍ وړاندې افغانستان د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب هم ترلاسه کړ او هغه وخت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویل چې په دې سازمان کې په غړیتوب سره به له ګاونډیو او نورو هیوادونو سره د افغانستان سوداګریزې او ترانزیټي ستونزې حل شي.

خو اوس مو چې په دې اړه د سوداګرۍ وزارت وپوښت چې دا ستونزه ولې د سوداګرۍ له نړیوال سازمان سره نه شریکوي؟ نو د دې وزارت د وياند قوقندي ځواب داسې و: (( خبرې روانې دي، اوس ستونزه دا ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ ناسم پوهاوى رامنځته شوى، كه چېرته موږ داسې اسناد پيدا كړو چې پاكستان د افغاني صادراتو پر وړاندې عقده يي چلند كوي، نو په هغه صورت كې به د سوداګرۍ نړيوال سازمان ته شكايت هم وكړو.))

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ داسې ترانزیټي ستونزې رامنځته کیږي، بلکې له دې وړاندې هم د تورخم دروازه د افغان سوداګرو پر وړاندې د یوې مودې لپاره تړل شوې وه او د عامه تګ راتګ لپاره لا هم بنده ده.

د اقتصادي چارو شنونکي وایي، د دې لپاره چې پاكستان سره سوداګريزې ستونزې بيا بيا راپورته نه شي، نو افغانستان باید د پاکستان پر ځای یوه بله بدیله لاره پیدا کړي.

ډیر شنونکي بیا د چابهار بندر د پاکستان بدیله لاره ګڼي خو د افغانستان، ایران او هندوستان ترمنځ د نوموړي بندر د تړون له لاسلیک څخه څو میاشتې تېرېږي چې افغانستان لا هم د دغه بندر د چارو د مدیریت لپاره خپل استازی نه دی ورپېژندلی په داسې حال کې چې ایران او هندوستان په همغه لومړۍ ورځ خپل استازي معرفي کړل.

په دې اړه مو د سوداګرۍ له وزارت څخه وپوښتل چې افغانستان ولې د چابهار بندر د چارو د رهبرۍ لپاره خپل استازی نه معرفي کوي؟

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت ویاند په دې اړه ناخبري وښوده او زیاته یې کړه چې دا د حکومت صلاحیت دی، خو د جمهوري ریاست‌ ‌مطبوعاتي چارواکي بیا وایي چې په دې اړه باید د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ځواب ووایي…

خو بايد ووايو چې كليد له هڅو سره سره هېڅ دولتي چارواكو ياده پوښتنه ځواب نه كړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA