ads

د جنايي پېښو ګراف لوړېدو خلك اندېښمن كړي

په دې وروستیو کې د جنايي پېښو د ګراف لوړېېدا د خلکو زیاتې اندېښنې راپارولي، خو چارواکي سره له دې چې دا پېښې تاييدوي او طرحه شوي جرایم يې ګڼي، په وړاندې يې لکه څنګه چې په کار ده اقدام نه کوي. په دې وروستیو کې د جنايي پېښو د ګراف لوړېېدا د خلکو زیاتې […]

نویسنده: The Killid Group
19 غویی 1394
د جنايي پېښو ګراف لوړېدو خلك اندېښمن كړي

په دې وروستیو کې د جنايي پېښو د ګراف لوړېېدا د خلکو زیاتې اندېښنې راپارولي، خو چارواکي سره له دې چې دا پېښې تاييدوي او طرحه شوي جرایم يې ګڼي، په وړاندې يې لکه څنګه چې په کار ده اقدام نه کوي.

په دې وروستیو کې د جنايي پېښو د ګراف لوړېېدا د خلکو زیاتې اندېښنې راپارولي، خو چارواکي سره له دې چې دا پېښې تاييدوي او طرحه شوي جرایم يې ګڼي، په وړاندې يې لکه څنګه چې په کار ده اقدام نه کوي.

په مرکز کابل او ځينو نورو لویو ښارونو کې د جنايي جرمونو زیاتیدا خلک اندېښمن کړي او وايي چې یوازې هغه سیمې له دې پېښو په امن کې دي چې لوړپوړي دولتي مقامات په ډېر اوسېږي.

چارواکي یوازې د کابل په کچه په اوونۍ کې د پنځوسو جنايي پېښو د پېښېدا تایید کوي خو دومره يې نه ګڼي چې د زیاتې د اندېښنې وړ وي.

که يوازې په کابل کې چې د هیواد پایتخت دی او ډېر امنيتي امکانات او ځواکونه لري، په اوونۍ پنځوس پېښې رامنځته شي، دا پخپله ډېره اندېښمنوونکې موضوع ده او نباید چې چارواکي په عادي نظر ورته وګوري او ادعا وکړي، چې دا پېښې کمې دي. اصلا د پېښو په اړه باید د چارواکو له خوا داسې يو څه ونه ویل شي، ځکه د دوی د څرګندونو په نسبت مجرمین چې هره شېبه په کمين کې ناست دي او تل يې تر امنيتي ځواکونو یو ګام مخته عمل کړی، دا جرائت پیدا کوي چې په پراخه کچه جرایم ترسره کړي.

خلک هره ورځ له سړي وژنو، سړي تښتونو او موټر تښتونو شکایت لري. د دوی په نظر بیکاري او په ښار کې د نامسووله کسانو شتون دا پېښې رامنځته کوي.

بیکاري هغه څه ده چې ورځ تربلې زیاتېږي او د مسووله او جنایتکاره ډلو په شمېر کې زیاتوالی راولي. د ملي وحدت حکومت چې يوه لویه ژمنه يې خلکو ته د کار د زمینو برابرول دي، دا دی د خپل شپږمياشتني کاري تر سر ته رسيدو پورې هم په دې نه دی توانیدلی چې خلکو ته د قناعت وړ کاري زمينې رامنځته کړي. ولس وايي چې دولتي مشران يې پخپلو کې د قدرت په سر په لانجو کې ښکېل دي او دوی ورنه هېر شوي دي.

د نوي ملي وحدت حکومت له جوړېدو سره د جنايي جرمونو ګراف بیخي راټيټ شوی و او ولس دا وایه چې جنایتکاره ډلې د حکومت د چلند په نسبت په وېره کې دي او په جرمونو ډېر لاس نه پورې کوي او حکومت او امنيتي چارواکي يې په وړاندې جدي عمل وکړي، نو په لنډ وخت کې به د جنایتکارو ډلو لمن ورټوله شي. خو اوس د دې پېښو له زیاتوالي سره خلکو ته دا اندېښنه رالوېدلې چې یا خو اړوند ارګانونو د داسې پېښو په وړاندې جدي اقدام نه کوي او یا هم دا پېښې عادي ګڼي.

امنیتي ادارې په تېره پوليس چې د ولس د خوندي ساتلو مسوولیت په غاړه لري او د ولس خدمتګار ګڼل کېږي، ورته په کار ده چې د جنایتکارو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره د رواني امنيت چاره په جدي ډول وسنجوي او دا قوت ور وبښي چې په ډاډه زړه چېرته تګ راتګ او ژوند وکړي. د دوی مسووليت یوازې په دې نه خلاصه کېږي چې د پېښو د ګراف په کم ښودلو او دې بهیر په عادي ښودلو سره ولس ته د قناعت ورکولو هڅه وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA