د امريکا متحدو ايالتونو نيويارک ښار کې يوې محکمې پرون د القاعده شبکې د بنسټګر او پخواني وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوم سليمان ابو غيث د “ترهګريزو کړنو” په تور په عمري بند محکوم کړى دى.
د امريکا متحدو ايالتونو نيويارک ښار کې يوې محکمې پرون د القاعده شبکې د بنسټګر او پخواني وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوم سليمان ابو غيث د “ترهګريزو کړنو” په تور په عمري بند محکوم کړى دى.
۴۸ کلن سليمان ابو غيث د ۲۰۰۱ كال د سپټمبر د يوولسمې له پېښو وروسته د القاعدې شبکې وياند و.
نوموړى د القاعدې شبکې يو لوړ پوړى غړى معرفي شوى، چې د امريکا دننه محاکمه کېږي.
ابو غيث د کويټ دى، چې تېر کال په اردن کې تر نيول کېدو وروسته امريکا ته يووړل شو.
په تېرې ميلادي مارچ مياشتې كې د سليمان ابو غيث محکمې، دى د امريکايي وګړو د وژنې او له القاعده شبکې سره د همکارۍ په تور “مجرم” وپېژانده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ