ads

كرزي ځانګړي امريکايي ځواکونو ته له ميدان وردګو څخه د وتو امر وكړ

جمهور رئيس كرزي ځانګړي امريکايي ځواکونو ته امر كړى، چې په دوو اونيو کې له ميدان وردګ ولايت څخه ووځي. جمهور رئيس كرزي دغه امر په داسې حال كې كړى، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکو د ځانګړو امريکايي ځواکونو   جمهور رئيس كرزي ځانګړي امريکايي ځواکونو ته امر كړى، چې […]

نویسنده: The Killid Group
7 کب 1391
كرزي ځانګړي امريکايي ځواکونو ته له ميدان وردګو څخه د وتو امر وكړ

جمهور رئيس كرزي ځانګړي امريکايي ځواکونو ته امر كړى، چې په دوو اونيو کې له ميدان وردګ ولايت څخه ووځي. جمهور رئيس كرزي دغه امر په داسې حال كې كړى، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکو د ځانګړو امريکايي ځواکونو

 

جمهور رئيس كرزي ځانګړي امريکايي ځواکونو ته امر كړى، چې په دوو اونيو کې له ميدان وردګ ولايت څخه ووځي.

جمهور رئيس كرزي دغه امر په داسې حال كې كړى، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکو د ځانګړو امريکايي ځواکونو له ځورونو، وژنو، تښتونو او بندي کولو څخه پوزې ته راغلي وو.

د جمهور رئيس کرزي وياند ايمل فيضي پرون ناوخته په يوه خبري غونډه کې وويل، يو شمېر افغانان، چې له امريکايي ځانګړو ځواکونو سره دندې لري، هغوي هم د خلکو په ځورونې کې ککړ دي.

هغه زياته کړه، له ميدان وردګو څخه د ځانګړو امريکايي ځواکونو د ويستلو پرېکړه د جمهور رئيس کرزي په مشرۍ د ملي امنيت شورا په غونډه کې وشوه.

د فيضي په وينا، د ملي امنيت شورا د ملي دفاع وزارت ته دنده وسپارله، چې په راتلونکو دوو اونيو کې له ميدان وردګو ولايت څخه ځانګړي امريکايي ځواکونه اوباسي.

د نا تاييد شويو معلوماتو له مخې، د روان کال په ترڅ کې د بهرنيو ځواکونو او وسله والو مخالفينو د ځورونو او فشارونو له امله له ميدان وردګو ولايت څخه نهه سوه کورنۍ کډه شوي او د کابل په ګډون بېلابېلو سيمو ته تللې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA