ads

د ناپېژانده وسله والو په بريد كې ۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې نن سهار شاخوا شپږ بجې ناپېژاندو وسله والو پر يوه موټربريد کړى، چې له امله يې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د دې ولايت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسين مشرقيوال کليد سره خبرو کې وويل، چې وسله وال بريد په سراچه موټر کې ناستو کسانو   […]

نویسنده: The Killid Group
25 چنګاښ 1391

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې نن سهار شاخوا شپږ بجې ناپېژاندو وسله والو پر يوه موټربريد کړى، چې له امله يې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسين مشرقيوال کليد سره خبرو کې وويل، چې وسله وال بريد په سراچه موټر کې ناستو کسانو

 

 

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې نن سهار شاخوا شپږ بجې ناپېژاندو وسله والو پر يوه موټربريد کړى، چې له امله يې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې ولايت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسين مشرقيوال کليد سره خبرو کې وويل، چې وسله وال بريد په سراچه موټر کې ناستو کسانو باندې په تريلي سيمه کې رامنځته شوى.

دى وايي، په شوي بريد کې د ملک فواد په نوم يو کس وژل شوى او ورسره موټر کې ناست دوه نور کسان ټپيان شوي.

ده زياته کړه، چې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

په همدې حال کې د ننګرهار روغتيايي چارواکي بيا د پېښې مرګ ژوبله د امنيتي ځواکونو تر ښودل شوې کچې لوړه ښيي.

د جلال اباد په مركزي روغتون کې يوه روغتيايي سرچيني کليد ته وويل، چې د پېښې له سيمې روغتون ته د درېيو کسانو مړي او دغه راز درې ټپيان وروړل شوي.

د دې وسله وال بريد مسوليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

چپرهار د ننګرهار هغه ولسوالي ده، چې په تېر کې يې ناارامه امنيتي حالت ولسونه اندېښمن کړي وو، خو اوس تر اوږده ځنډ وروسته پکې د ناامنۍ دا پېښه رامنځته شوه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA