ads

اردو د اعتماد وړ ده، خو …

په داسې حال کې چې افغان حکومت د شیکاګو له کنفرانسه د افغان ځواکونو د تمویل په رابطه کومه مشخصه ژمنه نه ده ترلاسه کړې، خو افغانان باوري دي چې د افغان عسکرو د تجهیز او تمویل په صورت کې به دا ځواکونه له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د جګړې د مهارولو وړتیا ولري. په […]

نویسنده: The Killid Group
10 غبرګولی 1391

په داسې حال کې چې افغان حکومت د شیکاګو له کنفرانسه د افغان ځواکونو د تمویل په رابطه کومه مشخصه ژمنه نه ده ترلاسه کړې، خو افغانان باوري دي چې د افغان عسکرو د تجهیز او تمویل په صورت کې به دا ځواکونه له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د جګړې د مهارولو وړتیا ولري.

په داسې حال کې چې افغان حکومت د شیکاګو له کنفرانسه د افغان ځواکونو د تمویل په رابطه کومه مشخصه ژمنه نه ده ترلاسه کړې، خو افغانان باوري دي چې د افغان عسکرو د تجهیز او تمویل په صورت کې به دا ځواکونه له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د جګړې د مهارولو وړتیا ولري.

وړاندې ویل شوي وو چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره څلور اعشاره یو ملیارډ ډالرو ته اړتیا ده، د منتقدینو په عقیده که چېرې ناټو او امریکا په ۲۰۱۴ میلادي کال کې تر وتلو دمخه افغان عسکر ښه مجهز او د تمویل لپاره یې پانګه بیله او په خپلو تېرو کړیو ژمنو ودرېږي، ناممکنه نه ده چې تر بهرنیانو د جګړې په مهارولو کې غښتلي نه وي.

د كابل ولايت د خاك جبار ولسوالۍ اوسېدونكي ۴۰ كلن محمد عادل پر همدې عقیده، نوموړی وايي: (( هغه امکانات چې خارجي عسکر ته ورکول کېږي، هغه پیسې چې دوی یې ژمنه کړې وه، که څه هم په شیکاګو کې ورته اشاره ونشوه، که افغان اردو او افغان عسکرو ته ورکړل شي، افغان ځواكونه پوره پياوړي دي.))

نوموړي چې په خبرو کې بیړه کوله زیاته کړه: (( ماته معلومېږي، دوى هر يو دولس زره، لس زره او  اته زره ډالره تنخوا اخلي، خو افغان عسكر له دوه سوه ډالرو کمه تنخوا اخلي بيا وايي مبارزه وكړه، دا كوم قانون او منطق مني.))

محمد عادل د روان كال د وري په ۲۵ مه نېټه پر كابل ښار د وسله والو مخالفانو ډله ييزو بريدونو ته په اشارې وايي: (( وګوره څنګه مقابله يې وكړه، يو انګرېز او امريكاىي هم ورسره نه وو، په خداى كه د انګرېز پلار داسې په زينو ورپورته شي، لكه دوى چې ورپورته شول.))

د غور ولايت د پساوند سيمې اوسېدونكى ۲۵ كلن خليل الله هم د افغان ځواکونو پر وړتیا باوري دی، خو د افغان پوځیانو د تمویل په رابطه شک څرګندوي، هغه وايي: ((خارجيان زموږ د وطن په غم كې نه دي، هغوى په شیکاګو کې وویل چې زموږ عسکر وځي  او دا فیصله نه بدلېږي، خو د مرستو په اړه یې هېڅ هم ونه ویل زه د دوى په رښتينولی شك او په خپلو عسکرو پوره باور لرم.))

خليل الله د ۱۳۹۰ كال د وږي له ۱۰ مې تر ۱۲ مې نېټې د غور ولايت په پساوند سيمه كې د افغان ځواكونو له هغو عملياتو يادونه كوي چې په خبره یې خورا بريالي و:(( طالبان يې ټول له سيمې پسې واخستل، بيا نه دي راغلي، خو خارجيانو به چې مخكې عمليات وكړل سبا به طالبان بيا په سيمه واكمن وو.))

د لوګر ولايت اوسېدونكى ۴۱ كلن محمد ياسين هم وايي چې تر بهرنيانو افغان ځواكونه د دې وړ دي چې د خپلې خاورې امنيت وساتي. د هغه په وينا په وروستيو كې  د ګڼ شمېر سيمو امنيتي مسووليتونه افغان ځواكونو ته سپارل شوي چې امنيت يې ورسره ښه شوى دى: (( د نيم افغانستان امنيت زموږ ځوانان ساتي، ښه په كې بريالي دي، خپل كلتور، دودونه او رواجونه ښه پېژني.))

محمد ياسين د روان كال د وري په ۲۰ مه نېټه د نورستان برګ مټال او كامدېش ولسواليو ته د يو شمېر وسله والو داخېلېدو ته اشاره لري او وايي: (( ګورئ دا هغه منطقې دي چې خارجیانو دوه کاله مخکې ورنه خپلې بسترې وویستې او د پاکستاني طالبانو راتګ ته یې لاره خلاصه کړه، دا اوس چې نورستان ته سياه پوشان راغلي وو، زموږ كمانډويان ورغلل څنګه يې له دې سيمو پسې واخستل، دا ټول د دې مثالونه دي چې افغان عسکر وړ دي، موږ په تمه وو چې دوی به د شیکاګو په غونډه کې ووايي چې زموږ عسکرو د تمویل لپاره هر کال څو ملیارده ډالره مرسته کوي، خو په دې رابطه یې هېڅ ونه ویل، نه پوهېږم ولې؟))

د هلمند لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ اوسېدونکی ۴۵ مرجان ګل  هم همدې ټکي اندېښمن کړی، خو په خبره یې ښايي په کوم بل کنفرانس کې دغسې ژمنې مشخصې شي: (( د اردو په اړه ډاډ هم موږ او هم نړیوال لري چې وړتیا یې لوړه شوې، فقط د تجهیز او تمویل په اړه یې اندېښنې شته، که دا کار ونه شي، نه پوهېږم چې له څه ډول راتلونکې سره به مخ شو.))

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونكى بلال وايي چې له بهرنيو ځواکونو سره ګڼ شمېر خلک حساسيت لري او د امنيت په ټينګښت کې ورسره هېڅ ډول مرسته نه کوي، خو په خبره يې له افغان ځواکونو سره به هرو مرو مرسته کوي: (( زه په شیکاګو کې د ناټو کنفرانس منم، د دوی له تګ سره موږ مخالفت نه لرو، خو مرستې دې جاري وساتي، دا د يوه افغان لپاره هم د شرم او عار خبره ده، يوه ښځينه بهرنۍ عسکره به تر کومه زموږ امنيت ساتي، زه وایم  دوی دې خپلې مرستې جارې وساتي، دوی د کومې مشخصې مالي مرستې تعهد ونه کړاو دې زه حیران کړی یم چې خدای مه کړه د دوی ترمنځ کوم اختلاف وي او په موږ سیوری وکړي.))

د کونړ ولايت د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالله هوډمن هم دا وېره احساسوي، خو په دې توپیر چې په نړیوالو هم باورمن دی: (( ناتو څو ابتکارونه کړي دي، افغان ځواکونو ته مسوولیتونه لېږد یې یو دی، د شپې عملیات افغاني شول دا بله او ناټو حمایوي رول خپلوي، مشورې راکوي او سرتېري راته روزي، له دې ښکاري چې دوی په خپلو ژمنو ولاړ دي، د شیکاګو د کنفرانس له پرېکړو هرکلی کوم.))

د هوډمن د معلوماتو له مخې، افغان ځواکونه لا پخوا د امنیتي مسوولیتونو لېږد ته چمتو، خو ناټو او امریکايي مقاماتو دا پروسه پر افغان ځواکونو د نه باور له کبله ځنډولې وه: (( د شیکاګو کنفرانس د ناټو پوځیانو هغه باور برملا کړ چې پر افغان پوځیانو یې درلود، خارجي ځواکونه د کونړ په کليو او ولسونو کې بلد نه وو او ډېر کله به يې بې ګناه خلک د وسله والو په نوم نيول او وژل، دې کار هم په خلکو کې کرکه پیدا کړه او هم یې دوی له ستونزې سره مخ کړل، د امنیتي انتقال په اړه د شیکاګو  فیصلې د ټولو په ګټه دي، خو په دې شرط چې دوی ( خارجیان) مو یوازې پرې نه ږدي.))

د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ اوسېدونكى ۲۳ كلن محمد رقيب که څه هم د شیکاګو کنفرانس د پرېکړو په نتیجه کې د ناټو ځواکونو له وتلو اندېښمن دی، خو وايي چې د ملي اردو او پولیسو پر له پسې بریاوو، باوري کړی چې دا ځواکونه له بهرنیو ځواکونو پرته هم، امنیت ساتلی شي: (( مګر تجهیز او تمویل یې شرط دی.))

نوموړی د بېلګې په توګه د ۱۳۸۹ كال د لېندۍ په لومړئ نېټه، په چاربولك، چمتال او يو شمېر نورو ولسواليو كې د افغان ځواكونو له هغو عملیاتو هم یادونه کوي چې سیمې یې له وسله والو پاكې كړې: (( ملي اردو په ډېر قوت دلته عمليات وكړل، يو څه وخت دلته وسله وال نه و، خو داسې اورم چې  بيا يوه  يوه ډله راپيدا شوې ده، بیا عملیاتو ته اړتیا ده.))

له بل لوري د ملي دفاع وزارت که څه هم د ۲۰۱۳ میلادي کال تر نیمايي پورې افغان ځواکونو ته د بشپړو امنیتي مسوولیتو د انتقال په رابطه د شیکاګو کنفرانس د پرېکړو هرکلي کوي، خو دوی هم هیله من دي چې افغان ځواکونه ښه تجهیز کړای شي.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال محمد ظاهر عظيمي وايي، افغان ځواکونه اوس په خپلواکه توګه د عملياتو د ترسره کولو جوګه دي، خو لا هم د افغان ملي اردو اړتياوې نه دي پوره شوي: (( د هېواد د فضا د ساتنې له پاره ښکاري الوتکو ته اړتيا لرو او ښکاري الوتکې هغه الوتکې دي چې په فضا کې د دښمن د نفوذ مخنيوی کوي، زرهدار موټر نه لرو او د دې تر څنګ پرمختللې درنې وسلې هم نه لرو.))

عظيمي وايي چې افغان عسکرو د بریالیو عملياتو په ترسره كولو ثابته كړې چې د شپې او ورځو عملیاتو د ترسره كولو پوره وړتيا لري: (( افغان ځواكونو په وروستيو كې په كندهار، هلمند او فارياب ولايتونو كې بريالي عمليات ترسره كړل، دا د دې بېلګه ده چې كه افغان ځواكونه په درنو او پرمختللو وسلو او هوايي ځواك سمبال شي، د ډېر څه وړتيا لري، موږ دا توان لرو او بايد ملاتړ مو وشي.))

خو داسې ښکاري چې افغان حکومت لکه څنګه چې د شیکاګو له کنفرانس څخه د افغان ځواکونو د تمویل په رابطه هیله لرله، کومې نتیجې ته ونه رسېدل ځکه د شيکاګو د سرمشريزې په اعلاميه کې د امريکا جمهور رئیس بارک اوباما او په ناټو تړون کې د ده اووه ويشت متحدو هېوادونو دا طرحه تصويب کړه چې د ۲۰۱۴ کال تر پايه خپل محارب ځواکونه له افغانستانه وباسي او يوازې روزونکي به پرېږدي.

د ناټو عمومي منشي اندريس فوګ راسموسن هم په شيکاګو کې يوې خبري غونډې د جمهور رئیس اوباما د خبرو په تایید وویل چې  ناټو به خپل ماموریت پای ته رسوي: ((کله چې افغان ځواکونه رامخکې ګامونه اخلي، زموږ قواوې به شا ته ځي او حمايوي رول به په غاړه اخلي. دا به موږ ته اجازه راکړي، چې په تدريج او په مسوولانه ډول د خپلو ځواکونو شمېر کم کړو خو موږ به تر هغو جګړې ته تيار اوسو چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې موږ د خپل ايساف ماموريت پای ته رسوو.))

افغان حکومت له ناټو څخه غوښتي چې له ۲۰۱۴ وروسته د افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ لپاره مرسته وکړي، خو د دغې غوښتنې په ځواب کې د ناټو عمومي منشي بیا داسې ویلي: ((موږ تيار يو چې د روزنې، مشورې او ملاتړ د يوه نوي ماموريت مشري وکړو. اجازه راکړئ چې واضح ووايم، دا ماموريت به په بېلابېلو نومونو ايساف نه وي. دا به د ناټو لپاره له نوي رول سره تازه ماموريت وي.))

د ناټو د عمومي منشي له دغو څرګندونو په ډاګه کېږي چې افغان حکومت ته د افغان ځواکونو د تمویل په ارتباط کومه ژمنه نه ده ورکړل شوې. دا هغه ټکی دی چې افغان کارپوهان ورته اشاره کوي.

د هېواد د سیاسي او پوځي چارو کارپوهان دې علت دا بولي چې په  شيكاګو كنفرانس كې د ناټو غړي هېوادونه له افغانستان سره  پر مرستو او  ژمنو  يوه  خوله نه وو، له همدې كبله هر څه ګنګ پاتې شوي.

د پوځي چارو كارپوه جنرال عتيق الله امرخېل په همدې باور دى، نوموړى وايي په شيكاګو كې د ناټو د غړو هېوادونو تر منځ همغږۍ شتون نه درلود او د دې تر څنګ دوى اسټراليا هم قانع نه كړاى شوه چې په ۲۰۱۳ كال كې خپل ځواكونه له افغانستان څخه ونه باسي: (( د دې لپاره چې د ناټو د غړو هېوادونو حيثيت ډېر ټيټ رانه شي او ډېر سوالونه او پوښتنې راپورته نه شي، دوى دغه برخې ګونګې پرېښودې او غواړي په راتلونكي كې په دې اړه يوې موافقې ته ورسېږي او بيا يې اعلان كړي.))

خو جنرال امرخېل باور لري چې امريكا او ناټو به هرو مرو هغه اندازه پيسې چې افغان پوځ ورته اړتيا لري، پوره او د افغانستان پوځ په اختيار كې به يې وركوي.

د سياسي چارو كارپوه او د افغان څېړنيز او مشورتي مركز مشر غلام جيلاني ځواك هم د شیکاګو کنفرانس پرېکړو ناهیلی کړی دی، نوموړی وايي، مرسته او هغه ملاتړ چې دوى بايد له افغان ځواكونو سره اعلان كړى واى څرګند نه شو: (( دوى ژمنه وكړه چې په افغانستان كې به ترهګرۍ ته اجازه ورنه كړي چې بيا سر راپورته كړي خو دا ونه ويل شول چې دوى به څه ډول دغه هدف ترلاسه كړي.))

ځواك زياتوي، په سياسي برخه كې هم ناټو د افغانستان پر  ګاونډيو هېوادونو د فشار لپاره كوم ګام وانه خست  څو په افغانستان كې له خپلو لاسوهنو لاس په سر شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA