ads

نورستان كې د عملياتو پرمهال ۱۱ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د سرحدي پوليسو پر پوستو بريدکړى، چې چارواکي وايي د نښتې تر پنځه ساعته دوام وروسته يې د چيچنيايي او پاکستاني طالبانو په ګډون يوولسو افغان طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د سرحدي پوليسو پر پوستو […]

نویسنده: The Killid Group
13 وری 1391
نورستان كې د عملياتو پرمهال ۱۱ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د سرحدي پوليسو پر پوستو بريدکړى، چې چارواکي وايي د نښتې تر پنځه ساعته دوام وروسته يې د چيچنيايي او پاکستاني طالبانو په ګډون يوولسو افغان طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د سرحدي پوليسو پر پوستو بريدکړى، چې چارواکي وايي د نښتې تر پنځه ساعته دوام وروسته يې د چيچنيايي او پاکستاني طالبانو په ګډون يوولسو افغان طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په ختيځ کې د سرحدي پوليسو مطبوعاتي مسول ادريس مومندکليد سره خبرو کې وويل، چې تېره شپه شاخوا درې بجې وسله والو طالبانو د برګمټال ولسوالۍ اړوند په صفري ټکو کې د دوى پر پوستو بريدونه کړي دي.

مومند زياته كړه، تر بريد وروسته د دواړو  غاړو ترمنځ پنځه ساعته جګړه شوې، چې په وينايې له امله يې څلور طالبان وژل شوي او ٧ نور ټپيان شوي دي.

ده زياته كړه، په وژل شويو او  ټپيانو کې څو تنه يې چيچنايي، عرب او پاکستاني طالبان هم دي.

د سرحدي پوليسو دا چارواکي د شوى نښتې له امله دولتي ځواکونو ته پر زيان نشتوالي ډاډښيي او وايي، چې په دې اړه يې له وړاندې د خپلو ترلاسه کړو راپورنو پر بنسټ چمتوالى درلود

د مومند په وينا، له طالبانو سره يې سرحدي ځواکونو په سيمه کې کلک مقاومت كړى او وروسته يې په شاتمبولي دي.

بل پلو وسله وال طالبان بياپه برګمټال ولسوالۍ دولتي غاړي ته د مرګ ژوبلې اړولو خبره کوي.

د دوي وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې د شوې نښتې په ترڅ کې دوه طالب ملګري ټپيان شوي او دغه راز دوى دولتي ځواکونو ته دروند  زيان اړولى دى.

په نورستان کې د تازه شوې نښتې خبره په داسې وخت کې ترلاسه کېږي، چې ترې ايله يوه ورځ وړاندې په دې ولايت د دولت د مخالفو وسله والو د پخلاکولو په موخه د سولي عالي شورا ولايتي کمېټه پرانيستل شوه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA