ads

حاجي ګک سپړل کېږي

افغانستان په پراخه کچه طبیعي سرچینی لري چې د مسو، وسپنې، ډبرو سکرو، مرمرو، نجیبه فلزاتو زیرمې په کی شاملې دي. په دې وروستیو درې نیمو لسیزو کې پر له پسې بی ثباتۍ د دې سبب شوې چې دا زېرمې پټی پاتې شي. افغانستان په پراخه کچه طبیعي سرچینی لري چې د مسو، وسپنې، ډبرو […]

نویسنده: The Killid Group
9 غبرګولی 1390
حاجي ګک سپړل کېږي

افغانستان په پراخه کچه طبیعي سرچینی لري چې د مسو، وسپنې، ډبرو سکرو، مرمرو، نجیبه فلزاتو زیرمې په کی شاملې دي. په دې وروستیو درې نیمو لسیزو کې پر له پسې بی ثباتۍ د دې سبب شوې چې دا زېرمې پټی پاتې شي.

افغانستان په پراخه کچه طبیعي سرچینی لري چې د مسو، وسپنې، ډبرو سکرو، مرمرو، نجیبه فلزاتو زیرمې په کی شاملې دي. په دې وروستیو درې نیمو لسیزو کې پر له پسې بی ثباتۍ د دې سبب شوې چې دا زېرمې پټی پاتې شي.

د دغو زیرمو ارزښت د امریکا د کانونو د سروې ادارې د څېړنو له مخې تر زرو ملیاردو ډالرو، خو نوي اټکلونه ښيي چې دا به درې زره ملیاردو ډالرو ته ورسېږي.

اقتصاد پوهان وایي چې د دې کانونو سپړنه له اقتصادي پلوه افغانستان پر پښو درولی شي.

ښايي همدا علت وي چې د کانونو وزارت د حاجي ګک د وسپنې کان د راسپړلو هڅه پیل کړې، دا کان د  نړۍ د وسپنې په لویو کانو کې راځي، خو په تېرو دا ډول معاملو کې د پراخې درغلۍ تورونه هم لګیدلي دي، مطبوعاتي رپوټونو د ځینو ګډونوالو شرکتونو له خولې ویلي چې د کانو د مخکني وزیر په ګډون یو شمېر چارواکو د عینکو د مسو په داوطلبۍ کې په ملیونونه  ډالر وهلي، دا تورونه چارواکې نه مني.

ځینې شنونکي وایي چې د حاجی ګک کان د را ایستلو په تړونونو کې هم  د درغلیو اندېښنې ردولی نشي، خود کانونو وزارت ویاند جواد عمر څرګنده کړه چې دا ډول کارونه نشي کېدای: ((د شفافیت اصل د کانونو د وزارت د پاملرنې په سر کې دی. د کانونو وزارت دې اصل ته ژمن دی او د لویو کانونو د قراردادونو په کولو کې د ملي شورا منظوري هم اخیستل کېږي او بیا به قرارداد ورکول کېږي.))

د اقتصادي چارو کارپوه حمیدالله فاروقي وايي که د حاجي ګک د وسپینی کان په سپړنه کې بې احتیاطي وشي، پر دا ډول راتلونکو طرحو ناوړه اغېزه کولی شي: ((خدای مه کړه که دې ته جدي توجه ونه شي اوپه دې کې هغه اقتصادي اصول او د هېواد ملي ګټې چې باید په راس کې قرار ولري په پام کې ونه نیول شي او د ملاحظاتو، معاملاتو د فساد او د نورو داسې  کارونو په نتیجه کې دا زېرمی د نورو او کمپنیو لاس ته ورشي، نو زما په اند دا به د افغانستان لپاره یو بحران او یوه بدبختي وي)).

د داو طلبۍ پړاو به د وزارت په وینا، تر يو کاله ‌ژر بشپړ شي او تر راروانو پنځو کلو به د کان ايستنې چارې پيل شي.

د حاجي گک کان د کابل لوېديځ لور ته د هندوکش د غرونو د لړۍ په ترڅ کې د باميان او وردگ ولايتونو ترمنځ پروت دى.

د شمېرو له مخې دغه کان نږدې دوه مليارده ټنه وسپنه لري چې په را ايستلو سره به يې افغانستان په کال کې درې سوه ملیونه ډالره تر لاسه کوي او تر دیرشو زرو زیاتو افغانانو ته به د کار زمینه برابره شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA