د تخار ولایت ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې په روان کال کې به شاوخوا سلو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شي. دوی وايي چې دم ګړۍ د پوهنې د پراختیا په هدف د پنځو ودانیو د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د تخار ولایت ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې په روان کال کې به شاوخوا سلو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شي.
دوی وايي چې دم ګړۍ د پوهنې د پراختیا په هدف د پنځو ودانیو د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د يادې ادارې ویاند استاد محمد ابراهیم فیاض وايي چې د پوهنې د اداري خونو ودانۍ د پوهنې وزارت د پرمختیایي بودجې او څلور نور ښوونځي د آلمان هېواد په مالي لګښت او د اغاخان بنسټ په تخنیکي مرستو جوړېږي.
فیاض زياته كړه:« تر اوسه د پنځو ودانیو بنسټ اېښودل شوى چې په دې كې د پوهنې ریاست د اداري خونو، په مرکزتالقانو کې د بي بي حوا د لیسې، د شمر د لومړني ښوونځي، په کلفګان ولسوالۍ كې د اوبوالحسن خرقاني د ښوونځي او د چقل د منځني ښوونځي ودانۍ دي.»
د نوموړي په خبره پ د غو ودانیو د افغان حکومت او د آلمان هېواد څه باندې ۷ سوه زره امریکايي ډالره لګښت راځي چې د جوړېدو چارې به يې له شپږو میاشتو تر یوه کاله پورې بشپړې شي.
محمد ابراهیم فیاض په خبره چې د روان کال په پرمختیايي پروګرامونو کې سلو ښوونځیو ته به ودانۍ جوړې شي.
هغه وايي: « اوس هم د کال د پیل مرحله، یو شمېر ښوونځې مو په پلان کې نيولي دي او مرستندویه بنسټونه هم د ودانیو جوړولو ته لېواله دي دا چې څومره به سږ كال جوړ شي او څومره نورې به پاتې شي دا وروسته خبرې دي.»
په مرکز تالقانو کې د بي بي حوا د لېسې زده کوونکې سودابه وايي چې اوس دوی تر کېږدیو لاندې زده کړې کوي؛ خو زیاتوي چې د آلمان هېواد په مرسته ښوونځي ته يې د نوې ودانۍ په جوړېدو خوشحاله ده او د دې ودانۍ په جوړېدو به يې د ښوونځي ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي: «موږ تر خیمې لاندې زده کړې کوو، ګڼه ګوڼه زیاته ده، سبق نه شو ویلای.))
هغه زياتوي: (( کله چې مو ودانۍ جوړه شوه، هلته به ښه سبق ووایو، ځکه ګڼه ګوڼه به هم کمه وي.»
چارواکي وايي چې د دغو ښوونځیو په جوړېدو به څه باندې لس زره زده کوونکو ته چې
اوسمهال د ودانۍ د نشتوالي له كبله تر شنه آسمان لاندې، په خیمو او ونو لاندې زده کړه کوي، آسانتیاوې رامنځته شي.
د تخار ولایت د یوه ښوونځي ښوونکی چې د نوم له ښودلو ډډه کوي وايی چې تر دې مهاله د دغه ولایت۵۰ په سلو کې ښوونځي ودانۍ نه لري.
د یادونې ده چې تېر كال د تخار والي عبدالجبار تقوا ژمنه کړې وه چې په ۱۳۹۰ كال كې به ښوونځيو ته د ودانيو جوړول د ده د پرمختیايي چارو په لومړي کتار کې وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ