ads

د بادغیس د پستو ځنګلونه، پاملرنه غواړي

د بادغيس ولايت اوسېدونكي وايي كه د پستو ځنګلونو ته دولت پاملرنه ونه كړي، نو زورواكي او عام خلك به يې د اور خوراك او له منځه يوسي. د بادغيس د اوسېدونكو په خبره په دې وروستيو كې د پستو په ځنګلونو تالان ګډ دى، بې وخته يې مېوه ټولېږي ، شنې ونې پرې كېږي […]

نویسنده: The Killid Group
22 وری 1390

د بادغيس ولايت اوسېدونكي وايي كه د پستو ځنګلونو ته دولت پاملرنه ونه كړي، نو زورواكي او عام خلك به يې د اور خوراك او له منځه يوسي. د بادغيس د اوسېدونكو په خبره په دې وروستيو كې د پستو په ځنګلونو تالان ګډ دى، بې وخته يې مېوه ټولېږي ، شنې ونې پرې كېږي او د سون لپاره استعمالېږي.

 

 

د بادغيس ولايت اوسېدونكي وايي كه د پستو ځنګلونو ته دولت پاملرنه ونه كړي، نو زورواكي او عام خلك به يې د اور خوراك او له منځه يوسي.

د بادغيس د اوسېدونكو په خبره په دې وروستيو كې د پستو په ځنګلونو تالان ګډ دى، بې وخته يې مېوه ټولېږي ، شنې ونې پرې كېږي او د سون لپاره استعمالېږي.

د ياد ولايت يو تن اوسېدونكى عبدالرحيم وايي: ((چې پستې پخې شوې نه وي، خلك يې ټولوي او بيا يې بازارونو ته د خرڅلاو لپاره وړي چې په دې سره د پستو ونې ډېرې كمزورې كېږي.))

د نوموړي په خبره ډېر خلك د پستو شنې ونې پرې كوي او د سون لپاره يې كورونو ته وړي: (( شنې ونې يوسي وچې يې كړي، يا يې خرڅوي او يا يې د سون لپاره استعمالوي.))

د بادغيس اوسېدونكى او د كابل پوهنتون محصل محمد نعیم جان وايي:״څو هفتې د مخه د یادو ځنګلونو نارسېدلې پستې د دې ولایت په مرکزي ښار کې په ښکاره  پلورل کېدې.״

هغه وايي، د بادغيس په ولایت کې له وخت مخکې د پستو راټولول رواج شوي چې نه يې دولت او نه یې هم بل چا مخه ونيوله.

د نعيم په وينا: (( كه دولت پام ورته كړى واى ولې به د پستو له ونو په نارسيدلي وخت كې خلكو ميوه راټولوله.))

همداراز نعیم جان وایي  چې د دې سیمې هغه اوسېدونکي چې له دغو ځنګلونو سره نږدې مېشت دي، د پستې پر راټولولو سربېره د پستو له ونو د سون لپاره هم کار اخلي: (( چې په دې كار سر يې د پستو ځنګلونه د ایکولوژي له خطر سره مخ کړي دي.))

خو د بادغیس ولایت ځینې اوسېدونکي بیا وايي  چې بې وزلي او د سونګ د توکو د نورو سرچينو نشتوالي، هغوى په ځنګلونو کې د پستو د ونو وهلو ته اړ كړي دي.

۲۷ کلن محمد رازق وايي:״خپلې کورنۍ ته د سون توکو د برابرولو بله لاره نه لرم.״

د هغه په خبره، وخت یې سخت تېريږي، نه کومه دنده لري، نه کومه تنخوا او نه کوم کار پيدا کولاى شي.

خو د سیمې بل اوسېدونکی ادم خان وايي  چې طبیعي ځنګلونه په شخص پورې اړه نه لري، بلکې د هېوادوالو ملي شتمني ده، نو باید د سیمې وګړي او اړوندې دولتي ادارې د دغې شتمنۍ د بډایه کولو لپاره زیار وکاږي.

د کابل ښار اوسېدونکی عبدالرشید چې په کوټه سنګي کې د خوراکي توکو د پلور دکان لري او پسته هم په کې خرڅوي، د پستو د ځنګلونو په اړه په لوېديځ كې د چاپيريال ساتنې د ادارې پلان اندېښمن کړی او وايي، دې   ادارې ژمنه کړې چې د هرات او بادغیس د پستو د ځنګلونو د ساتنې چارې به د سیمې اوسېدونکو ته سپاري.

د نوموړي په خبره دا هم ویل شوي وو چې د دې کار په بدل کې به د پستو د محصولاتو یا عوایدو یوه برخه سیمه ییزو خلکو ته ورکول کېږي.

د هغه په وینا که چېرې دا کار وشي، نو پاتې ځنګلونه به هم د زورواکو‎ لخوا له منځه یووړل شي:” زورواکو په خپل سر په ځنګلونو کې ځان او خپلو څارویو ته جلا جلا ځایونه جوړ کړي، په سلګونه هکټاره ځمکه یوازې په دې وروستیو څو کلونو کی خرابه شوې او پر کرنیزه ځمکه بدله شوې ده. ”

هغه وایي:” زه فکر کوم، که د دې ځنګلونو ساتنه په خلکو شي او اړوند ادارې یې د څارنې امکان له لاسه ورکړي، نو دا ځنګلونه به په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.”

د نوموړي په خبره همدا اوس اوس د یادو ځنګلونو ۹۰ سلنه خامه پسته بازار ته وړاندې کېږي چې هم خپل ارزښت نه شي ساتلی او هم خپل کیفیت.

د هغه په عقیده، اړوندې ادارې باید د پستو د ځنګلونو د ساتنې لپاره څارونکې پوستې، ګزمې او ساتونکي وګماري، څو د ځنګله له وهلو او د پستو له ټولولو مخنیوی وشي.

د بادغیس ولایت له ځنګلونو څخه د پستې د راټولولو مسئله داسې مهال مطرح کېږي چې د کرنې وزارت د محافظتي پلانونو د طرحه کولو خبره کوي.

د کرنې وزارت د ځنګلونو د چارو رئیس محمد امان امانیار وايي چې  په سیمه کې یې د ځنګل ساتنې لپاره ۱۶ سیمه ییزې کمیټې جوړې کړې او په پام کې لري  چې اته نورې کمېټې هم جوړې او د ځنګلونو په ساتنه يې وګماري.

هغه وايي: (( په پام کې لرو چې سږکال په بادغیس کې څلوېښت هکتاره ځمکه د پستو په نیالګیو وپوښو.))

د يادولو ده چې درې نيمې لسیزې وړاندې په افغانستان کې  د پستو ٤٥٠۰۰۰ هکتاره ځنګلونه وو، خو اوس له دې جملې ٤٠ فیصده يې له منځه تللي دي او پاتې يې د خلكو په وينا د له منځه تلو په حالت كې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA