ads

مزري، زموږ د پلار او د نيكه صنعت

((اوس خلک ډېرعصري شوي دي او لوکس شيان اخلي، ځينې خو يې لا د مزريو په اخيستو شرمېږي هم.)) دا په خوست ولايت كې له مزريو د جوړو شويو توكو د پلورنكي ۳۰ كلن ګل مرجان خبرې دي.     ((اوس خلک ډېرعصري شوي دي او لوکس شيان اخلي، ځينې خو يې لا د مزريو […]

نویسنده: The Killid Group
29 کب 1389

((اوس خلک ډېرعصري شوي دي او لوکس شيان اخلي، ځينې خو يې لا د مزريو په اخيستو شرمېږي هم.)) دا په خوست ولايت كې له مزريو د جوړو شويو توكو د پلورنكي ۳۰ كلن ګل مرجان خبرې دي.

 

 

((اوس خلک ډېرعصري شوي دي او لوکس شيان اخلي، ځينې خو يې لا د مزريو په اخيستو شرمېږي هم.))

دا په خوست ولايت كې له مزريو د جوړو شويو توكو د پلورنكي ۳۰ كلن ګل مرجان خبرې دي.

د ده په وينا، د مزريو توكي د چين، پاكستان او داسې نورو هېوادونو، د را واردو شويو توكو په پرتله هم ارزانه او هم با دوامه دي.

ګل مرجان زياتوي:(( له مزريو جوړ شوی پوزۍ نه لمر او نه باران زړوي، خو له پلاسټيک جوړ شوی پوزۍ ډېر ژر خرابېږي او بل توپير يې په بيه کې دی، هغه که په ۵۰۰ وي، زموږ پوزۍ په ۲۵۰ افغانۍ اخیستل کېږي.))

مزري يو ډول شين بوټى دى چې د خوست ولايت په لرو پرتو ولسواليو، صبري، ځاځي ميدان، عليشير او د منګلو اړونده سيموکې پيدا کېږي. له مزريو څخه بېلا بېل توکي لکه مزرينې خولۍ، جاروګانې، مزرينې څپلۍ، شکور، پونه، سوزۍ، پوزۍ او پړي جوړېږي.

دا کار ډېره وخت د خوست ولایت کلیوالي مېرمنې او نارینه کوي او په حقیقت کې له همدې لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي.

له مزريو جوړ لاسي صنايع د خوست ښار د سپين جومات مخې ته د سړک پر غاړه پلورل کېږي، خو پلورونكي ادعا كوي چې دولت ورسره په کور دننه او بهر کې د بازار موندنې مرسته نه ده کړې.

د خوست ښار په لوېدیځه څنډه کې يو تن دکاندار۴۲ كلن امان الله چې د ده په خبره ټول عمر یې له مزريو جوړ شوي توکي پلورلې، وايي: ((زموږ سودا يوازې د ودونو په وخت كې وي، ځكه خلك د رواج له مخې یو شکور او يا بل څه اخلي، نور نو بیا د خدای اسرې ته ناست یو.))

امان الله زياتوي: (( د مزرو صنعت زموږ د پلار او نيكه صنعت دى، موږ ته راپاتې دى، موږ يې بايد وپالو.))

خوست ښار ته له لرې پرتې ولسوالۍ نادرشاه کوټ څخه راغلى زلمی احمدالله چې په دكانونو كې يې د مزرو توکي رانيول، وايي:(( زموږ د هېواد خلك غريبان دي او دا له مزرو جوړ توكي ارزانه دي او موږ له زياتې خرچې خلاصوي.))

ځاځي ميدان ولسوالي د خوست يوه له هغو ولسواليو ده چې په کې  د مزرو توکي زيات جوړيږي، د همدې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى وايي چې د ځاځي ميدان ولسوالۍ اوسېدونکي خپله ډېره ګټه وټه د همدې مزري توکو د جوړښت او خرڅلاو له لارې ترلاسه کوي:(( زموږ په ولسوالی کې مزري ډېر دي او تقريبا نيمايي اوسېدونکي له دې لارې روزي لاس ته راوړي. ))

نوموړى د مزرو توكو د ارزښت د كمېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي:(( دولت کولای شي چې دغه توکي نورو هېوادونو ته صادر کړي، اوس یې چې بازار سوړ شوی، زموږ په کليوالو يې هم ډېره بده اغېزه کړې ده.))

په سيمه کې کارپوهان په دې اند دي چې که په هېواد کې د لاسي صنايعو لپاره ښه بازار پيدا شي، نو نه يوازې په کار بوختو کسانو اقتصاد به ښه شي، بلکې نورو ته به هم د کار زمينه برابره شي.

د  کرنې انجنيرعبدالولي ياد په دې اړه وايي : (( د مزرو توكو لپاره په هېواد كې دننه او بهر ښه بازار په كار دى كه چېرته داسې ونه شي، نو ډېر کلیوال خلك به له اقتصادي ګواښ سره مخ شي.))

د ياد د څرګندونو له مخې په هره سيمه كې خلك خپل ځان ته د روزۍ ګټلو لپاره لارې چارې لري چې د خوست په سيمه كې بيا د كليوالو لپاره هم دا مزري د ژوند آسانتیاوې برابروي چې د ده په خبره دولت يې بايد ناهيلي نه كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA