ځايي چارواكي وايي، چې د خيبرپښتونخوا په كوهاټ كې ځانمركي بريد لږ ترلږه ۱۲مړه او ګڼ شمېر ټيان كړل. د كوهاټ يوه پوليس چارواكي نعيم خان رسنيو ته ويلي، چې بريد په كلايا سيمه كې د بسونو
ځايي چارواكي وايي، چې د خيبرپښتونخوا په كوهاټ كې ځانمركي بريد لږ ترلږه ۱۲مړه او ګڼ شمېر ټيان كړل.
د كوهاټ يوه پوليس چارواكي نعيم خان رسنيو ته ويلي، چې بريد په كلايا سيمه كې د بسونو په تمځاى كې رامنځته شوې، چې په وينا يې ځانمرګى بريد و او په كې ۱۲ تنه ووژل شول.
نوموړي زياته كړه، چې له دغې تمځايه بسونه قبايلي سيمو، اوركزى او كرمې ايجنسيو ته تګ راتګ كوي.
د راپورونو له مخې، په كومه سيمه كې، چې دغه بريد ترسوى، دا سيمه د كوهاټ په زړه كې پرته ده او تل په كې د خلكو ګڼه ګوڼه وي.
د روان كال په سبټمبر كې هم د پوليسو يوه مركز ته څېرمه موټر بم چاودنه شوې وه، چې په ترڅ كې يې ۱۷ تنه وژل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ