د ملي دفاع وزارت وايي د ولسې جرګې ټاكنو د ترسره كېدو په هدف يې په ټول هېواد كې بشپړ امنيتي تدابير نيولي دي. د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي د چهار شنبي په ورځ د يوې خبري
د ملي دفاع وزارت وايي د ولسې جرګې ټاكنو د ترسره كېدو په هدف يې په ټول هېواد كې بشپړ امنيتي تدابير نيولي دي.
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي د چهار شنبي په ورځ د يوې خبري غونډې پر مهال، چي د ملي دفاع وزارت ستر درستيزوال د اوپراسيون مشر تورن جنرال افضل امان او د ناټو ځواكونو د ګډو عملياتو د قوماندانۍ مرستيال ډيټ ويلر هم پكې ګډون كړى و وويل، چي كابو ۱۴۰ زره د ملي اردو ۱۰۰ زره د ملي پوليسو او د لس زرو په شاوخواكې د ملي امنيت سرتيري په ټول هېواد كې د ټاكنو د امنيت د خوندي ساتولو په هدف په دندو ګمارل شوي دي.
نوموړي وويل، چې د ولسې جرګې ټاكنو لپاره اوس مهال پراخ امنيتي تدابيرنيول شوي او په ټولو ټاكنيزو حوزو كې د ملي اردو ځواكونو لخوا د هر راز امنيتي پيښو د رامنځته كېدو د مخنيوي لپاره د افغان امنيتي ځواكونو سرتيري ځاى پرځاى شوي دي.
عظيمي زياته كړه، چي د جعلي كارتونو څخه د ګټې اخيستنې د مخنيوي په هدف د ملي امنيت چارواكو پلټنې پيل كړي دي او هيچاته به د دې اجازه ورنه كړي، چې له دغو جعلي كارونو څخه ګټه پورته كړي.
د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز د اوپراسيون مشر تورن جنرال افضل امان وويل، چې د بېدون له ۹ ولسواليو څخه، چې د دولت د مخالفينو په لاس كې دي له دې پرته د هېواد په نورو ټولو ولسواليو كې د ټاكنو ترسره كېدو لپاره بشپړامنيتي تدابير نيول شوي دي.
امان زياته كړه، چې د ملي اردو ټولو سرتېرو ته د نده سپارل شوې، چې د ولسي جرګې د ټاكنو امنيت وساتي، خو په دې وروستيو كې په ځينو هغو سيمو كې، چې د ملي اردو ځواكونو ځاى پرځاى كېدو ته اړيتا ليدل كېده، ۶۳ زره د ملي اردو سرتيري د ټاكنو امنيت خوندي ساتلو په هدف په دندو وګمارل شول.
د ايساف ځواكونو د ګډو عملياتو د قوماندانۍ مرستيال ډيټ ويلر خبري غونډې ته ويل، چې د ناټو ۵۰ زره پوځيان به له افغان ملي اردو او ملي پوليسو سره يو ځاى د ولسي جرګې ټاكنو لپاره د امنيت په خوندي ساتلو كې همكاري كوي.
بلخوا بيا د ټاكنو د امنيت خوندي ساتلو په هكله يو شمېر هېواد وال اندېښنه لري او وايي، چي ښايي يو شمېر هغه لرې پرتې ولسوالۍ، چې د دولت تر ولكې لاندې هم دي د امنيتي ستونزو له امله خلك په ټاكنو كې ګډون ونه كړي.
د ملي دفاع وزارت په داسې حال كې د ولسې جرګې د ټاكنو د ترسه كېد لپاره د بشپړو امنيتي تدابيرو د نيولو خبر وركړ، چې اوس مهال له زرو څخه زيات د امنيتي ګواښونو له امله ټاكنيز مركزونه تړل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ