ads

د قرادادونو نوې كړنلاره

وروسته له نهو كلونو په هېواد كې مېشت نړيوال ځواكونه غواړي، چې د لومړي ځل لپاره د قراردادونو په اړه نوې كړنلاره په لاره واچوي او هغه پلې كړي. وروسته له نهو كلونو په هېواد كې مېشت نړيوال ځواكونه غواړي، چې د لومړي ځل لپاره د قراردادونو په اړه نوې كړنلاره په لاره واچوي او […]

نویسنده: The Killid Group
24 وږی 1389

وروسته له نهو كلونو په هېواد كې مېشت نړيوال ځواكونه غواړي، چې د لومړي ځل لپاره د قراردادونو په اړه نوې كړنلاره په لاره واچوي او هغه پلې كړي.

وروسته له نهو كلونو په هېواد كې مېشت نړيوال ځواكونه غواړي، چې د لومړي ځل لپاره د قراردادونو په اړه نوې كړنلاره په لاره واچوي او هغه پلې كړي.

په كابل كې مېشت د نړيوالو ځواكونو د عمومي قومندانۍ د اكمالاتو مشر بريد جنرال سټيف لاينس د سې شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، چې وروسته له دې به ټول قراردادونه، چې خصوصي شركتونو سره كېږي د يوې منظمې او هر اړخېزې كړنلارې او لايحې له مخې به په پوره شفافيت سره ترسره شي.

د هغه په وينا، دوي غواړي، چې د خپلو اكمالاتو لپاره د افغانستان له توليداتو څخه كار واخلي او په راتلونكي كې پلان لري، چې د نړيوالو ځواكونو ټول وړ مواد او خوراكي توكي د افغانستان له بازارنو څخه لاسته راوړي.

بلخوا د امريكا پنټاګون وايي، چې په افغانستان کې يولک او ١٢ زره قرارداديان لري، چې بېلابېل کارونه ترسره کوي، خو جنرال ډېوېډ پټريوس په خپلو نورو مقرراتو کې ټينګار کړى، چې بايد دغه قرارداديان افغاني توليدات راونيسي او په دې هېواد کې له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.

په هېواد كې د نړيوالوځواكونو د پورتنيو چارواكو د څرګندونو په وړاندې افغان دولتي چارواكي او سياسي كارپوهان بېلابېل نظرونه لري.

د ولسي جرګې غړې شهلا عطاوايي دا چې،د اداري فساد او د پروژو د ښه تطبيق په موخه او همداراز ټولو افغانانو ته د يوشان خدمتونو رسول د نړيوالو هدف واى، نو له اوله به يې د خصوصي شركتونو د كړنو لپاره يوه هراړخيزه كړنلاره او لايحه جوړه كړې واى.

د عطا په وينا، كومې پيسې، چې د نړيوالو لخوا په مصرف رسيدلي او قراردادونه يې هم همدوى ترسره كړي پخپله د همدوى جيبونو ته تللي او په اداري فساد كې ترټولو زيات نړيوال ترستونې ډوب دي.

څېړونكى اوسياسي كارپوه غلام جيلاني ځواك وايي، چې د فساد ډېره او ځانګړې برخه د نړيوالو قراردادونو په ترسره كولوكې ده او كومې پېسې، چې د دوى له لخوا لګول كېږي د افغان دولت په پرتله څو چنده زيات د فساد ښكارندوى كوي.

د ده په وينا اړينه ده، چې د دې لايحې او كړنلارې په پلي كولو سره نړيوال تر ټولو مخكې افغان دولت په يادو قراردادونو كې پوره ښكېل وبولي او يواځې له يو شركت سره دې قرارداد ترسره شي، چې د فساد په كمولو كې به خورا مرسته وكړي.

د حكومت د رسنيو او اطلاعاتو د مركز رئٍيس ډاكتر حكيم عاشر د ناټو او امريكايي ځواكونو د مشرتابه د دې پرېكړې ملاتړ كوي، چې د قراردادونو د ښه تنظيم او د اداري فساد د مخنيوي او د كارونو د ښه پرمخ بېولو لپاره هر اړخېزه لايحه او كړنلاره پلې كړي.

خو عاشر زياتوي، چې ډېرى فساد د افغان دولت له نظره په همدو نړيوالو قراردادونو كې دى، چې په خپله يې لاسليك كوي او په خپله يې پلي كوي.

د ده په وينا، د دې لايحې په پلي كولو سره به يوه اندازه د اداري فساد مخه ونيول شي.

دا په داسې حال كې ده، چې په امريكا كې يو قراردادي په افغانستان كې د خپل كار پرمهال  د رشوت په توګه د لکونو ډالرو په اخيستلو  اعتراف کړى دى.

پخواني امريکايي قراردادي ډانيال فريمن د نيويارک ښار د جنوبي ناحيې په يوې محکمې کې دا ومنله، چې په افغانستان کې يي د خپل پوځي خدمت پرمهال له يوه افغاني قرار دادي څخه دوه لکه ډالره په رشوت کې اخيستي وه.

په کابل کې د امريكا د سفارت له خوا په يوې تازه خپرې شوي اعلاميې کې راغلي دي، چې فريمن د دغه جرم له امله ښايي له لسو څخه تر شلو کالو بند او له دوه نيم لکو څخه تر پنځو لکو ډالرو د جريمې په ورکړې محکوم شي.

د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګون وايي په افغانستان کې تقريبا يولک او ١٢ زره خصوصي قرارداديان لري، چې،د ډوډۍ خوړلو د سالون له اداره کولو رانيولې، د درېشيو تر مينځلو، موټر چلولو، دغه راز د روغتونونو او نورو ودانيو تر جوړولو پورې کارونه کوي.

په دې جمله کې ٨٠ زره قرارداديان افغانان دي، ١٦زره نور امريکايي اتباع او پاتې ١٧ زره نور د نورو هېوادونو دي.

د امريکايي او ناټو ځواکونو پخواني عمومي قوماندان جنرال سټنلي مک کرسټال تېر اپرېل مياشت كې ويلي وو، د پوځ د مرستې او امنيتي چارو په برخو کې د خصوصي قرارداديانو کارونه ډېر موثر نه وو، د اکثرو بهرنيو قرارداديانو پر ځاى بايد افغانان وګمارل شي.

افغان جمهور ر ئيس حامد کرزي په افغانستان کې د  ګڼو بهرنيو قرارداديانو پر موجوديت انتقاد کړى، نوموړي تېره مياشت د بهرنيو امنيتي کمپنيو د بندولو امر هم وکړ.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA