ads

پټريوس: طالبان له بهره رهبري کېږي

په داسې حال کې، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو نېټه ورځ تر بلې په نږدې کېدو ده، افغان او امريكايي جګپوړي چارواكي وايي، چې د په داسې حال کې، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو نېټه ورځ تر بلې په نږدې کېدو ده، افغان او امريكايي جګپوړي چارواكي […]

نویسنده: The Killid Group
13 وږی 1389

په داسې حال کې، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو نېټه ورځ تر بلې په نږدې کېدو ده، افغان او امريكايي جګپوړي چارواكي وايي، چې د

په داسې حال کې، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو نېټه ورځ تر بلې په نږدې کېدو ده، افغان او امريكايي جګپوړي چارواكي وايي، چې د طالبانو او وسلوالو مخالفينو مركزونه له هېواده بهر دي او ډېرى ترهګريز بريدونه هم د افغانستان له خاورې د باندې پلانیږي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډیویډ پټریوس پر قوماندانۍ له تاکل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره تېره اوونۍ په ښکاره وویل، چې د افغان، پاکستاني، ازبک جنګیالیو او القاعده ډلو رهبري له هېواد څخه بهر ده او ډېری ترهګريز بریدونه هم د افغانستان له پولو د باندې پلان کېږي.

د ناټو ځواكونوعمومي قومندان جنرال ډېوېډ پټريوس بهرنیو اغېزو ته په پام په افغانستان کې ناامني یو حقیقت بولي او وايي:(( په دې کې د شک ځای نشته، چې د طالبانو، القاعده، قومندان نذیر، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ، پاکستاني طالبانو او یو شمېر نورو تند لارو پټنځایونه د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې دي، چې د افغانستان د امنیت په وړاندې یې ستونزې پیدا کړې دي.))

خو بل خوا پټرویس د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه كې د پاكستان هڅې هم ستايلي او زياته كړې یې ده، چې په دې برخه کې د افغان، ناټو او پاکستاني ځواکونو تر منځ په بشپړ ډول همغږي موجوده ده.

جنرال پيټريوس دغه څرګندونې په داسې حال كې كوي، چې افغان دولت په وار وار ويلي، چې د ترهګرو ځالې د افغانستان له خاورې بهر په پاكستان كې دي، هلته يې روزنه او پالنه كېږي، پيسې او وسلې وركول كيږي او بيا د بريدونو لپاره افغانستان ته راستول كېږي، خو امريكا تر اوسه د افغان دولت دغه څرګندونو ته خاصه پاملرنه نه ده كړې او پر دې سربېره يې له پاكستان سره خپلې دوستانه اړيكې او  مرستې جاري ساتلې دي.

د سياسي چارو كارپوه او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د بهرنیو چارو د وزات کاركوونكى وحيد مژده په پاكستان كې د طالبانو د مركزونو شتوالی او له پاكستان سره د امريكا مرستې نوې خبره نه بولي او زياتوي، چې همدا خبره زلمي خليل زاد په هغه وخت کې په وار وار تكرار كړه، کله چې په افغانستان کې وو، ويكي ليكس هم دغه واقعيت څرګند كړ، امريكا هم له لومړي سره په دې پوهېدله، چې پاكستان د تروریزم په له منځه وړلو كې په خلاص لاس مبارزه نه كوي، خو بيا يې هم هېڅ ونه شو كړاى:(( دا د امريكا مجبوريت دى، هغوى په سيمه كې يوازې پاكستان لري، چې سمندر ته لاره لري او بل دا چې پاكستان اتومي قدرت دى، له همدې كبله پاكستان د امريكا لپاره ډېر مهم دى او د ترهګرۍ په مبارزه كې زيات فشار ورباندې نه شي راوستلى.))

د مژده په باور امريكا اوس د افغانستان او پاكستان تر منځ په تورتم كې حركت كوي او په داسې حالاتو كې د امريكا لپاره په جګړه كې كاميابېدل که ناممكن نه وي، سخت خو دي:(( په دغسې وضعيت كې يوه كوچنۍ او بې نظمه ډله هم د امريكا په وړاندې د بريالي كېدو خبرې كوي، په همدې خاطر امريكا له طالبانو سره د سولې خبرې اترې په خپله ګته بولي، چې د پاكستان په ګډون به دواړه هېوادونه خپلو اهدافو ته ورسوي.))

مژده په افغانستان كې د ترهګرۍ په وړاندې د امريكا روانه جګړه هم د افغانستان او هم د امريكا په زيان بولي او وايي:(( څو چې له افغانستانه بهر د ترهګرۍ جرړې ونه ايستل شي، د دغې جګړې پايلې به هم د امريكا  او هم د افغانستان لپاره ماته وي.))

له بل لوري پټريوس هم له فكس نيوز ټلويزيون سره په مركه كې ويلي، چې له طالبانو سره د پخلاينې د هلوځلو ملاتړ كوي:(( د نړۍ د نورو جګړو په شان به د افغانستان جګړه هم بالاخره د خبرو له لارې اواره شي، موږ په عراق کې له داسي کسانو سره خبرو ته کېناستو، چې لاسونه یې زموږ په وینو ککړ وو، دا کار د هرې بلوا په پای کې شوی دی.))

پټريوس زياتوي، چې امريكا په دې برخه كې ډېره مرسته كړې، خو خپله په خبرو كې ونډه نه لري:(( له طالبانو سره په پخلاينه كې د افغانستان حكومت مخكښ رول لري.))

بل پلو جمهور رئيس حامد كرزي هم تېره اوونۍ وویل، چې د تروریزم پرضد په جګړه کې پرمختګ نه دی شوی او دا جګړه ترهغو نه شي ګټل کېدای، چې له افغانستان څخه دباندې د تروریستانو ځالې نه وي ویجاړې شوې.

جمهور رئيس كرزی د دې ناكامۍ علت دا بولي، چې تر طالبانو وروسته امریکا افغانستان ته سم پام ونه کړ او د ترهګرو پناهځایونو ته یې توجه ونه کړه:(( د تروریزم پرضد په جګړه کې نه پرمختګ دوه مهم عوامل لري، یو د تروریستانو د پناهځایونو له منځه وړلو ته توجه ونه شوه او بل په افغانستان کې د عملیاتو په ترڅ کې عام خلک ووژل شول.))

جمهور رئيس په خپلو څرګندونو كې پاكستان ته په اشاره ويلي، چې طالبان، القاعده او نورې سخت دریځې ډلې په کې مرکزونه لري او له هماغه ځایه په افغانستان کې بریدونه تنظیموي او تر څو چې د هغوى مركزونه له منځه لاړ نه شي، د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه به هم بې پايلې وي.

دغه راز د جمهور رئيس كرزي د ملي امنيت سلاكار رنګين دادفر سپنتا د واشنګټن پوست ورځپاڼه په يوه خپره شوې مقاله كې لیکلي، چې مرکزي مسئله د نړیوالو جهادیانو( القاعده شبکې) ده، چې په پاکستان کې پناه اخلي او د پاکستان د پوځ اواستخباراتي مؤسسو له لوري يې روزنه او ملاتړ کېږي:(( دا زما کلک باور دی، چې که موږ له معمول سره سم چارو ته دوام ورکړو، موږ بریالي کېدای نه شو، موږ حقیقت ته شا اړولې، موږ پام په بله اړولی.))

سپنتا همداراز ويلي، چې امريكا بايد د بې پېلوټه الوتکو جګړه د هغو افغان طالب قومندانانو لوري ته واړوي، چې له ډیورنډ پولې پورې غاړه په قبایلي او ان د پاکستان په ښارونو کې اوسيږي.

بل پلو سياسي كارپوهان  د ويكي ليكس زرګونه ټوكه پټ اسناد هم د امريكايي كړيو په سلا مشوره افشا كړي بولي او وايي، چې په دغو اسنادو كې له  طالبانو سره د پاکستان د استخباراتو او پوځ ملاتړ او د پاکستان په خاوره کې د طالب مشرانو د موجودیت څرګند ثبوتونه وړاندې شوې دي، خو آیا دا چې له هغه څخه به د پاکستان پرضد د فشار د یوې آلې په ټوګه کار واخیستل شي معلومه نه ده.

سياسي كارپوه او د علومو اکاډمۍ غړی استاد حبيب الله رفيع وايي، چې په افغانستان كې د پاكستان لاسوهنه هم اولس او هم دولت ته معلومه وه، خو اوس نړيوالې ټولنې هم دا قبوله كړه، چې د طالبانو مركزونه په پاكستان كې دي، چې دغه واقعيت د ويكي ليكس پټو اسنادو په ډېر ښه توګه څرګند كړی دی:(( په پاكستان كې د طالبانو د مركزونو شتون، د هغوى تجهيزول، وسلې او پيسې وركول او بيا يې افغانستان ته رالېږل نوې خبره نه ده، افغان اولس او دولت له پخوا راهيسې همدا خبره كوي، چې طالبان په پاكستان كې روزل كيږي او افغانستان ته را ځي.))

د استاد رفيع په خبره اوس نړيوال هم په دې پوهېدلي، چې د ترهګرو ځالې په پاكستان كې دي او همالته يې بايد په وړاندې مبارزه وشي:(( په افغانستان كې د طالبانو په وړاندې مبارزه داسې مثال لري، لكه چينه چې په پاكستان كې وي او اوبه يې په افغانستان كې بندې شي.))

په همدې حال كې د جمهوري رياست په يوه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې جمهور رئيس كرزي د اګسټ په ۲۹ مه د جرمني د پارلمان له رئيس نوربرت لاميرت سره په خبرو كې ويلي، چې د ترهګرۍ پرضد د جګړې په ستراتيژۍ بايد له سره غور وشي.

ده زياته كړې:(( د تېرو اتو کلونو تجربې وښودله، چې د افغانستان په کلیو کې (د طالبانو پرضد) جګړه کومه ګټه نه لري او د ملکي خلکو له وژل کېدو پرته بله لاسته راوړنه نه شی لرلي، نو ضروري ده،  چې په افغانستان کې د جګړې ستراتیژي بدله شي.))

تر دې مخکې کرزي څو امریکايي چارواکو ته، چې کابل ته یې سفر کړی وو، ویلي وو چې امریکا او ناټو باید خپل پوځي تمرکز د پاکستان په خاوره کې د تروریستانو اډو ته واړوي.

افغانستان او لوېدیځوال تل وايي، چې کره شواهد لري چې طالبان او د افغانستان د دولت وسله وال مخالفان په پاکستان کې مرکزونه لري ،همالته جنګي روزنه، وسلې او پیسې ترلاسه کوي .

کرزي په کابل کې د امریکا د کانګریس له غړیو سره په کتنه کې ویلي و، چې په افغانستان کې د سخت دریځو پرضد د امریکا په مشرۍ د نړیوال ايتلاف په هلوځلو کې پرمختګ نه دی شوی.

جمهور رئیس کرزي له افغانستانه د ۲۰۱۱ کال په نیمايي کې د ځواکونو د ایستلو د پیل په باب د امریکا د جمهور رئيس بارک اوباما اعلان شوی پلان هم د طالبانو د زړور کېدو سبب وباله.

خو په عین حال کې جنرال پيټريوس له بي بي سي سره په مركه كې ويلي، چې نړيوالو ځواكونو په ځينو كليدي ولايتونو كې طالبان په شا كړي دي: ((باور لرم چې په ګڼو سیمو کې مو پر طالبانو بری ترلاسه کړی دی.))

جنرال پټریوس وايي، په نوې تګلاره کې د طالبانو د پټنځایونو د له منځه وړلو پلان لري او سږكال به تر مخكنيو ډېر خونړى وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA