ads

د افغانستان لاسي صنایع پراختیا غواړي

كه څه هم د طالبانو د حكومت تر راپرځېدلو وروسته په هېواد كې پانګونه ډېره شوې او د افغاني توليداتو ګنې فابريكې جوړې شوې دي، خو له دې سره سره كارپوهان وايي، چې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې كه څه هم د طالبانو د حكومت تر راپرځېدلو وروسته په هېواد كې پانګونه ډېره شوې […]

نویسنده: The Killid Group
2 زمری 1389

كه څه هم د طالبانو د حكومت تر راپرځېدلو وروسته په هېواد كې پانګونه ډېره شوې او د افغاني توليداتو ګنې فابريكې جوړې شوې دي، خو له دې سره سره كارپوهان وايي، چې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې

كه څه هم د طالبانو د حكومت تر راپرځېدلو وروسته په هېواد كې پانګونه ډېره شوې او د افغاني توليداتو ګنې فابريكې جوړې شوې دي، خو له دې سره سره كارپوهان وايي، چې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د بې سارې مرستې با وجود په هېواد كې صنايعو او افغاني توليداتو د پام وړ وده نه ده كړې.

كسب ګر او د فابريكو خاوندان په هېواد كې د امنيت تر څنګ د دوى د توليداتو لپاره د بازارونو نشتوالى او هېواد ته د نورو ملکونو بې کنټروله واردات هم لويه ستونزه ګڼي، چې په کوردننه یې بازارونه تسخیر کړې دي.

د هرات ولايت د فرنيچر جوړونې د صنعتكارانو مشر غلام سخي واحدي همدې ټکي ته په اشارې وايي، چې هېواد ته د بهرنيو بې كيفيته مالونو واردولو د وطني توليداتو بازارونو سخت ساړه كړې دي.

خو د آزاد بازار پلويان وايي، چې کورني صنایع بايد په آزاد بازار كې د رقابت وړتيا ومومي او کسب ګر او د فابریکو خاوندانو ته پکار ده چې د خپلو مالونو كيفيت لا ښه كړي، څو په  مصنوعي طريقو نه، بلكې په طبيعي طريقو خپل صنعت ژوندى وساتي.

د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ د خونې مشر محمد قربان حقجو آزادۍ راډیو ته ویلي، چې د پورتنیو مواردو ترڅنګ د يوه صنعتكار او پانګه اچونكي فزيكي، جسمي او رواني امنيت بايد خوندي وي.

خو هغه لويه ستونزه، چې په آواري سره يې ويل كيږي دا شان نورې ډېرې وړې ستونزې هم لرې كېدلاى شي هغه په افغانستان كې د صنايعو په برخه كې د يوې منظمې ستراتيژۍ موجوديت دى.

د كابل په باغ زنانه كې يوه مېرمنه، د مېرمنو په لاس د هغو لاسي صنايعو دكان لري، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو كې جوړيږي.

خو نوموړې نیوکه کوي، چې د دوی د لاسي صنایعو د پراخ پلور لپاره حکومت ډېره هڅه نه کوي او همدا سبب دی چې هم د پلور کچه راښکته کیږي او هم افغاني صنایع له پېژندلو غورځي.

كارپوهان وايي كه چېرې د صنايعو په برخه كې يوه منظمه ستراتيژي رامنځته شي نو د افغاني توليداتو بازار به هم تود شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعوو وزارت وزير انوار الحق احدي چې په دې لنډو ورځو كې يې له ولسي جرګې څخه د باور رایه تر لاسه كړه، ویلي:”زه به حکومت ته یوه واضح صنعتي پالیسي جوړوم، خصوصي سکټور ته به دا صنایع ورښییم، چې په کوم کې چانس د کامیابېدو زیات وي، داخلي تولید خصوصا د عادي مصرفونو اجناس به زیاتوم او د هېواد په داخلي تولید کې به د صنایعو ونډه ډېروم.”

د اقتصادي چارو كارپوهان صنعت يو مهم سكټور ګڼي او وايي، چې صنعت د اقتصاد بنسټ جوړوي .

د دوى په وينا صنعت د نورو سكټورونو لپاره د پرمختګ لاره آواروي.

د كابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځې استاد سيف الدين سيحون په دې اړه وايي:”صنعت د ټولو سکټورونو اساس او بنسټ تشکیلوي، ځکه چې صنعت د نورو سکټورونو لپاره زمینه برابروي چې پرمختګ وکړي، ځکه چې صنعت د کرنې، ټرانسپورټ او واردات او صادراتو لپاره زمینه برابروي.”

په افغانستان كې د پانګونې څخه د ملاتړ اداره يا آيسا وايي، چې له ۲۰۰۰ میلادي كال راپه دې خوا يې د صنايعو په برخه كې نهه سوه مليونه ډالره پانګه جلب كړې ده.

د دغې ادارې د اداري مرستيال شريف روشان احمدزي په وينا په افغانستان كې څلور صنعتي پاركونه پلان شوي دي. ښاغلى احمدزى د دغو پاركونه په اړه وايي:”د پانګونې د ملاتړ ادارې د صنعتي پارک په جوړولو کې یو ډېر غټ پارک، په جلال اباد کې تر کار لاندې دی، هیله ده چې ۲۰۱۱ کال په لومړیو کې دا پارک افتتاح شي او د متشبثینو په اختیار کې به ورکړل شي. زموږ بل پارک په مزار شریف کی دی، چې مکمل توزیع شوی، بل پارک مو د کابل ښار په بګرامیو سیمه کې دی، ځمکې یې پانګوالو ته وېشل شوي او ځینو پانګوالو خپل تولیدات هم پیل کړي دي او په کندهار کې هم یو پارک لرو.”

په داسې حال كې چې د جمهور رئیس حامد كرزي د حكم له مخې له ټولو دولتي ادارو او دغه شان له بهرنيو موسسو څخه غوښتل شوي، چې د افغان صنعتكارانو د هڅونې لپاره دې له افغاني توليداتو استفاده وشي، د هغه دوهم مرستيال كريم خليلي وايي، چې په دې برخه كې د سيالۍ د ګتلو لپاره په كار ده چې د افغاني توليداتو كيفيت لوړشي:”په اقتصادي برخه كې سخته سيالي رامنځته شوې ده، د دې لپاره چې افغاني توليدات په هېواد كې دننه او بهر كې د خلكو پام ځانته واړوي لازمه ده، چې د كيفيت برخې ته يې پاملرنه وشي او په دې توګه افغاني توليدات په كورنيو او بهرنيو ماركيټونو كې خپل ځاى پيدا كړي.”

افغاني توليدات په ځانګړي ډول د هېواد غالۍ، مرمر او فرنيچر په يو شمېر سيمه یيزو او نړيواليو نندارتونونو كې د ګډونكوونكو له تاوده هركلي سره مخ شوي دي.

د راپورنو له مخې په دې وروستيو كې په تاجكستان كې هم په يو صنعتي نندارتون كې پر افغاني توليداتو د ګډنوالو لويه څپه راماته شوې وه.

د اقتصادي چارو كارپوهان په داسې حال چې د كورنيو او بهرنيو نندارتونونو جوړېدل د افغاني توليداتو د پېژندنې، ودې او پراختيا لپاره ګټور بولي وايي، په كار ده د افغاني توليداتو لپاره په هېواد كې دننه يو دايمي ننداراتون جوړ شي، څو په دې توګه افغانان او سيلانيان له افغاني توليداتو سره پېژندګلوي پيدا كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA