د عراق روغتيايي چارواکي وايي، د سليمانيه په ښار کې د اور لګيدو له كبله د بهرنيانو په شمول نهه ويشت کسان وژل شوي او دوه ويشت نور ټپيان دي.
د عراق روغتيايي چارواکي وايي، د سليمانيه په ښار کې د اور لګيدو له كبله د بهرنيانو په شمول نهه ويشت کسان وژل شوي او دوه ويشت نور ټپيان دي.
د راپورونو له مخې د سوما په هوټل کې اور د څو ساعتونو لپاره له کنټروله وتلي و.
يوه سيمه ييز امنيتي چارواكي ويلي، چې دا کوم تروريستي عمل نه و، ښايي اور د برېښنا د ټكان له كبله رامنځته شوى وي.
هغه زياته کړه، چې څو تنه د بنګله ديش، يو شمېر هم د افريقايي هيوادونو او يو کاناډايي د دې پېښې قربانيان دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ