ads

د افغاني موسیقۍ ستوری پریوت

د افغانستان وتلي سندرغاړي رحيم مهريار د ورپېښې ناروغۍ له كبله په المان کې ومړ. مهريار، چې ٥۴ کلن و له دوو کلونو راهيسې د ځيګر د سرطان له ناروغۍ ځورېده او د روانې چنګاښ مياشتې په ٢مه نېټه يې د سهار په شپږ نيمو بجو د آلمان په “هانور” ښار کې ساه ورکړه. د […]

نویسنده: The Killid Group
12 چنګاښ 1389

د افغانستان وتلي سندرغاړي رحيم مهريار د ورپېښې ناروغۍ له كبله په المان کې ومړ.

مهريار، چې ٥۴ کلن و له دوو کلونو راهيسې د ځيګر د سرطان له ناروغۍ ځورېده او د روانې چنګاښ مياشتې په ٢مه نېټه يې د سهار په شپږ نيمو بجو د آلمان په “هانور” ښار کې ساه ورکړه.

د افغانستان وتلي سندرغاړي رحيم مهريار د ورپېښې ناروغۍ له كبله په المان کې ومړ.

مهريار، چې ٥۴ کلن و له دوو کلونو راهيسې د ځيګر د سرطان له ناروغۍ ځورېده او د روانې چنګاښ مياشتې په ٢مه نېټه يې د سهار په شپږ نيمو بجو د آلمان په “هانور” ښار کې ساه ورکړه.

مهريار، له خپلې مېرمنې پرستو سره، چې هغه هم د هېواد له وتلو سندرغاړو څخه ده، افغاني موسيقۍ ته خورا ارزښتمن خدمتونه کړي، چې ولس به يې تل ياد ساتي.

رحيم مهريارپه پښتو او دري ژبو په سلګونه سندرې ويلې دي او دا مهال يې ۱۴۵بېلابېلې سندرې د افغانستان په راډيو ټلويزيون كې خوندي دي.

مهريارخپله لومړۍ سندره په پښتو ژبه ويلې وه، چې مطلع يې ده.

( سهار ماښام دى اوښكې تويومه…)

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د موسيقۍ د کورسونو عمومي مديرافغان عزيزي، د رحيم مهريار مړينه د هېواد د موسيقۍ لپاره يوه ستره ضايعه وبلله.

هغه وويل:(( مهريار نامتو، وتلى او خاکساره  هنرمند و.))

د افغانستان د هنرمندانو د ټولنې مشر حيات الله ګردېزي هم د مهريار مرګ د ټول ولس لپاره يو غمجن خبر وباله او په وينا يې د مهريار مړينه يوه نه جبرانېدونكې ضايعه ده.

ګردېزي وويل:(( لکه څنګه، چې د احمد ظاهر ځاى تش دى، د رحيم مهريار ځاى به هم تش وي.))

د ګردېزي په وينا، دولت بايد هېواد ته د مهريار د جنازې په لېږد کې مرسته وکړي.

د مهريار مېرمن پرستو وايي، چې خاوند يې په ١٢کلنۍ کې موسيقي ته مخه کړه او شاوخوا١٤٥سندرې ترې د ملي راډيو په آرشيف کې پاتې دي. د رحيم مهريار وراره مجتبى مهريار وايي، تره يې د کابل په “ريکاخانه” کې نړۍ ته سترګې پرانيستې وې او له تېرو څه دپاسه شلو كلونو را په دې خوا له هېواده لرې اوسېده.

رحیم مهریار، پوره دېرش كاله د افغانستان موسيقۍ ته خدمت كړى. دغه سندرغاړي په  داسې حال كې له وطن لرې له نړۍ سترګې پټې کړې، چې د افغانستان سفارتي او كلتوري چارواکو یې د ناروغۍ پر مهال هېڅ پوښتنه ونه کړه او نه ورسره د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا کومه مرسته وشوه.

نوموړي په خپل يوه وروستي كنسرت كې، چې د تېر كال په اوړي كې يې له افغان ماشومانو سره د مرستې په خاطر د آلمان د صدراعظمې انګلا مېركل په ملاتړ او لارښوونه د “بن” په ښار كې ترسره كړ ويلي وو:(( كاشكې په دې وتوانېږم، چې خپل ځان د هېواد د مظلومو، ځورېدلو او په زړه ټپي بې سرپناه ماشومانو په خدمت كې خاورې كړم….)

بايد وويل شي، چې له رحيم مهريار څخه درې لوڼې او يو زوى پاتې شول.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA