ads

وحيد قاسمي، د افغانستان د اصيلې موسيقۍ غښتلې سټه

وحيد قاسمي د افغاني موسيقۍ يوه پېژندل شوې او تكړه څېره ده، چې تېرو دريو لسيزو راهيسې سندرې وايي. قاسمى شاوخوا څلوېښت كاله وړاندې په يوه هنري كورني كې نړۍ ته سترګې پرانستې او په ۱۲ كلنۍ كې يې د موسيقۍ هنر ته مخه كړه.   وحيد قاسمي د افغاني موسيقۍ يوه پېژندل شوې او […]

نویسنده: The Killid Group
27 غویی 1389

وحيد قاسمي د افغاني موسيقۍ يوه پېژندل شوې او تكړه څېره ده، چې تېرو دريو لسيزو راهيسې سندرې وايي.

قاسمى شاوخوا څلوېښت كاله وړاندې په يوه هنري كورني كې نړۍ ته سترګې پرانستې او په ۱۲ كلنۍ كې يې د موسيقۍ هنر ته مخه كړه.

 

وحيد قاسمي د افغاني موسيقۍ يوه پېژندل شوې او تكړه څېره ده، چې تېرو دريو لسيزو راهيسې سندرې وايي.

قاسمى شاوخوا څلوېښت كاله وړاندې په يوه هنري كورني كې نړۍ ته سترګې پرانستې او په ۱۲ كلنۍ كې يې د موسيقۍ هنر ته مخه كړه.

وحيد قاسمي په پښتو او دري ژبو سندرې وايي او د افغانستان د اصيلې موسيقۍ له ټينګو پلويانو څخه دى.

دغه سندرغاړى كه څه هم دا مهال له هېواده بهر ژوند كوي، خو تل په خپلو سندرو كې د خپلو افغانانو دردونه انځور كړي دي.

نوموړى څه موده وړاندې د ځينو هنري او كلتوري خدمتونو په موخه كابل ته راغلى ؤ، چې د خپل غږ مينه والو ته يې په كابل كې يو كانسرت هم وړاندې كړ، چې د كليد راډيو په څپو كې په ژوند ۍ بڼه خپورشو.

له نوموړي سره كليد اونيزې د زړه خواله كړي، چې مهم ټكي يې ستاسو لوستو ته وړاندې كوو:

كليد: تاسو له هېواده بهر اوسۍ، او له ډېر ځنډ وروسته هېواد ته راغلاست، څنګه مو افغانستان په ياد شو؟

قاسمي: زه هېڅكله هم خپل خلك او خپل هېواد نه هېروم په 1384 كال كې هم افغانستان ته راغلى وم په پنځه اتيايم كال كې هم دو ځلې راغلم او له هغې وروسته بيا راغلم دا مې پنځم شپږم ځل دى، چې هېواد ته راځم، زما د راتګ هدف د اصيلې افغاني موسيقۍ لپاره كار كول دي.

نوموړي زياته کړه، او اوس مې د ناروې هېواد او اغا خان كولتوري موسسې په ګډو همكاريو خپل هنري فعاليت په افغانستان كې دننه پيل كړ، بدخشان او مزار ته لاړم هلته مې د افغانستان د اصيلې موسيقۍ له يو شمېر محلي سندرغاړو سره ناستې درلودې، زما د راتګ هدف د اصيلې موسيقۍ په اړه پيلټنه  ده، څو د افغانستان اصيله موسيقي ژوندۍ او پخپل سبك وساتل شي.

كليد: تاسو دا مهال د افغانستان اصيله موسيقۍ په كوم حالت كې وينئ ؟

قاسمي: دېرش كلنې جګړې زموږ د نورو كارونو په څېر د هېواد د اصيلې موسيقۍ په څېره كې هم بدلون راوستى

او دا، چې موسيقي زموږ د كولتور يوه مهمه برخه ده بايدغږيزې او تصويري رسنۍ هم په دې اړه خپل مسئوليت وپيژني او زموږ د اصيلې موسيقۍ انعكاس وركول د راډيو ټلويزيونونو مهمه دنده ده، دوى بايد هر ډول موسيقۍ ته ځانګړى وخت ولري او په بېلابېلو پروګرامونو كې د نورو موسيقيو ترڅنګ كلاسيكه موسيقي هم خپل ځانګړى وخت ولري.

پردې سربېره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسئوليت لري، څو خپله اصيله موسيقي او د اصيلې كلاسيكې موسيقۍ هنر مندان خلكو ته ور وپيژني.

كليد: ولې دا مهال ځينې سندرې بې خونده دي؟

قاسمي : يو څوك، چې د چا په ژبه ونه پوهيږي څنګه به خوند ترې واخلي، پخوانۍ سندرې زموږ خپلې سندرې وې موږ پرې پوهيدلو، هدف او مقصد يې درلود، زموږ كلتور يې انځور كولو، ځكه يې خوند هم درلود.

كليد: تاسو د نوروسندرغاړو سندرې واياست علت يې څه دى؟

قاسمي: زه هر ډول سندرې وايم ،غزلې، بولم، تصوفي او عرفاني… سندرې وايم او د پخوانيو سندرو د ويلو هدف مې د مخكينيو هنرمندانو د نامه او زموږ د اصيلې موسيقې ژوندي ساتل دي، زه ددې لپاره زړې سندرې نه كاپي كوم، چې له ما سره نوې سندرې او شعرونه نشته، بلكې ددې لپاره پخوانۍ سندرې وايم تر څو نوى نسل زموږ له اصيلې موسيقۍ نه خبرشي.

كليد : يوشمېر  اوسني ځوان سندرغاړي نوې موسيقي غږوي او د پرديو جينكو سره كلپونه جوړوي، ستاسو په نظر دوى دا كار ولې كوي؟

قاسمي: دلته بدبختي په دې كې ده، چې معيار وجود نه لري او شهرت بهترين معيار ګڼل شوى دى، ځينې سندرغاړي د ځان د مشهورتيا په خاطردا كار كوي، زه د هندۍ، اروپايي، افريقايي، پاپ او غربي  موسيقۍ مخالف نه يم، زه وايم، چې لومړى بايد زموږ د اصيلې موسيقۍ خواته پاملرنه وشي ورو سته دې نورې موسيقۍ هم د هغې د ښكلا لپاره  وكارول شي، البته دغه ښكلا بايد تر ټاكلې اندازې زياته نه شي او په اصطلاح په لويديځه موسيقۍ زموږ د موسيقۍ ناوې بايد دومره ښكلې نشي، چې د هغې اصلي څېره بدله شي.

كليد ستاسو دغه سندره ،چې وايي افغان غريب برباد شو د چا شعر دى؟

قاسمي ددې سندرې شعر د هېواد تكړه شاعر خداى بخلي استاد ملنګ جان شعر دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA