ads

((اصلي مشوقه مې مور ده))

احمد فيصل آريا د افغانستان د سينما او موسيقۍ تانده او ځوانه څېره ده، چې غواړي  په دواړو برخو كې د يو روښان ستوري  په څېر وځليږي. احمد فيصل دا مهال د اتلسو كلونو په منګ دى او په 1388 لمريز كال كې يې د تجارت له مسلكي لېسې څخه د دولسم ټولګي د فراغت […]

نویسنده: The Killid Group
27 غویی 1389

احمد فيصل آريا د افغانستان د سينما او موسيقۍ تانده او ځوانه څېره ده، چې غواړي  په دواړو برخو كې د يو روښان ستوري  په څېر وځليږي.

احمد فيصل دا مهال د اتلسو كلونو په منګ دى او په 1388 لمريز كال كې يې د تجارت له مسلكي لېسې څخه د دولسم ټولګي د فراغت سند اخستى.

 

احمد فيصل آريا د افغانستان د سينما او موسيقۍ تانده او ځوانه څېره ده، چې غواړي  په دواړو برخو كې د يو روښان ستوري  په څېر وځليږي.

احمد فيصل دا مهال د اتلسو كلونو په منګ دى او په 1388 لمريز كال كې يې د تجارت له مسلكي لېسې څخه د دولسم ټولګي د فراغت سند اخستى.

نوموړى سره له دې، چې دا مهال د كابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د لومړي ټولګي محصل دى، په يولړ هنري كارونو هم بوخت دى.

احمد فيصل د كلاسيكې موسيقۍ پلوي دى او دا موسيقي د ټولو موسيقيو بنياد بولي.

نوموړى ارمونيه او طبله  هم غږوي او پر دې سربېره د زخم دل په فلم كې په رول لوبولو هم بوخت دى.

احمد فيصل آريا غواړي افغاني موسيقۍ او د افغانستان سينما ته په خپل زيار او كارسره لانور خدمت وكړي او په ډېرو فلمونوكې ولوبيږي.

د ده نوى فلم زخم دل، چې دا مهال  يې 35 سلنه كار بشپړ شوى نوموړى پكې د فلم د مركزي هلك رول  لوبوي.

فيصل وايي  دا فلم يې يو عشقي او اجتماعي فلم دى  او ده ته  پكې د سونېل په نامه د يو بډاى هلك، چې په يوه نجلۍ مينيږي رول وركړل شوى. سونېل سره له دې، چې ډېر شتمن دى، خو بيا هم پخپله مينه كې ناكاميږي.

فيصل له استاد سلطان څخه د موسيقۍ په برخه كې زده كړې كړي او وايي، چې دى د استاد سرآهنګ او احمدظاهر له غږونو سره ډېره مينه لري ځكه د ده په وينا هغوى كلاسيكې موسيقۍ ته ډېر خدمت كړى، چې له كبله  يې دوى ته نړيوال شهرت حاصل دى.

احمد فيصل وايي د ده اصلي مشوقه د ده مور ده او د ده د روزنې لپاره  يې  په كور كې د موسيقۍ يو ښوونكى ګومارلى، چې نوموړى ترې شخصي زده كړې كوي .

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA