اسلام اباد نن د اقتصادي همکاريو سازمان يا ايکو د غونډې کوربه دى او افغان سفير حضرت عمر زاخېلوال په كې د افغانستان په استازيتوب ګډون كړى دى.
ويل کېږي، چې د شاوخوا ۱۰ هېوادونو مشرانو او يا استازو په دې غونډه کې برخه اخيستې ده.
په دې غونډه کې به د ايکو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او رفاه د پراختيا په اړه پلان وروستى شي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال پرون د ايکو سازمان د استازو مقدماتي غونډه کې ډاډ ورکړ، چې افغان حکومت په سيمه کې د اقتصادي ودې او سولې او ثبات ټينګښت ته ژمن دی.
په همدې حال كې زاخېلوال ويلي، که نن هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ قانوني لارې خلاصې نه شي، نو دا مسئله به د ايکو سازمان د مشرانو غونډه کې د پاکستان له لومړي وزير سره راپورته کړي.
د اقتصادي همکاريو سازمان په ۱۹۸۵ ميلادي کال کې د تركيې، ايران او پاكستان له لوري جوړ شو.
افغانستان، تاجكستان، ازبكستان، قرغزستان، قزاقستان، تركمنستان او اذربايجان په ۱۹۹۲ كال كې له دغه سازمان سره يوځاى شول.