ads

خوست كې د نيالګيو كېنولو كمپاين دوام لري

د خوست ښاروالۍ له خوا د زرغون خوست تر سرليک لاندې د ولسي حشر په دويمه ورځ هم د تفريحي غونډۍ په ساحه کې سلګونه نيالګي کېنول شول.

نویسنده: The Killid Group
10 کب 1395
خوست كې د نيالګيو كېنولو كمپاين دوام لري

د خوست ښاروالۍ له خوا د زرغون خوست تر سرليک لاندې د ولسي حشر په دويمه ورځ هم د تفريحي غونډۍ په ساحه کې سلګونه نيالګي کېنول شول.
پرون هم په روان حشر كې د خوست ښاروالۍ رياست د مسوولينو ترڅنګ د ولايتي شورا استازو، د مدني ټولنو غړو، د ښوونځيو زده کوونکو او سلګونو ښاريانو برخه اخيستې وه.
د ولايتي شورا وکيلانو اصغر اکاخېل او شکرالله بابکرخېل له ولسونو وغوښتل، چې له ښاروالۍ سره په دې ډول حشرونو کې برخه واخلي او د زرغون خوست لپاره ګډې هڅې وکړي.
د خوست ښاروال عبدالبصير محمدزي وويل، چې دوى به د کېنول شويو نيالګيو ساتنې پوره پام وكړي.
د خوست ښاروالۍ له خوا د زرغون خوست په نوم د نيالګيو کېنولو پيل شوي درې ورځني کمپاين كې به، چې نن يې وروستۍ ورځ ده، چې د ښار په مختلفو ساحو کې ۱۵ زره نيالګي وكرل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA