ads

کاپيسا کې ټرافيکي پېښې ۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د کاپيسا د امنيې قومندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزی کليد ته ووويل، چې د کاپيسا په اول کوهستان کې د ټرافيکي پېښې له کبله د يوې مېرمنې په ګډون دوه تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

نویسنده: The Killid Group
3 کب 1395
کاپيسا کې ټرافيکي پېښې ۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د کاپيسا د امنيې قومندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزی کليد ته ووويل، چې د کاپيسا په اول کوهستان کې د ټرافيکي پېښې له کبله د يوې مېرمنې په ګډون دوه تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
د يوسفزي په وينا دا پېښه نن غرمه مهال د اول کوهستان د شرکت او سنجن په سړک کې د دوه کرولا موټرو د بې احتياطي له کبله رامنځته شوې ده، چې مرګ ژوبله د يو موټر سوارلۍ ته اوښتې ده.
د کاپيسا د امنيې قومندانۍ د وياند په وينا، نن په نوموړې ولسوالۍ کې هغه موټر هم ونيول شو، چې څو مياشتې وړاندې د پروان د ځانګړو ځواکونو له قراول څخه تښتول شوی و او نن د کاپيسا د امنيې قومندان له لوري خپل خاوند ته وسپارل شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA