ads

د پاکستان د پوځ مشر او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قومندان خبرې کړې دي

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له عمومي قومندان سره ټلېفوني خبرې کړې دي او له نوموړي يې غوښتي چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د بريدونو مخه ونيسي.

نویسنده: The Killid Group
30 سلواغه 1395
د پاکستان د پوځ مشر او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قومندان خبرې کړې دي

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له عمومي قومندان سره ټلېفوني خبرې کړې دي او له نوموړي يې غوښتي چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د بريدونو مخه ونيسي.
د پاکستان د پوځ له رسنيز دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د باجوه له قوله راغلي چې د يو شمېر هغو وسله والو مشران په افغانستان کې مېشت دي چې په پاکستان کې بريدونه کوي.
د پاکستان په يو شمېر ايالتونو کې په وروستيو بريدونو کې تر ۱۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.
د سند ايالت په لال شهباز قلندر زيارت کې تر چاودنې وروسته پاکستان د ډيورنډ کرښه هم تړلې او ادعا يې کړې چې دغه بريد د افغانستان له خاورې تنظيم شوی وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA