ads

د نجونو د زده کړو په وړاندې پرتې ستونزې

که څه هم په تېره یوه نيمه لسيزه کې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په برخه کې پرمختګونه شوي، خو اوس هم د افغانستان په ډېری لرې پرتو سيمو کې نجونې زده کړو ته لاسرسی نه لري.

نویسنده: The Killid Group
23 سلواغه 1395
د نجونو د زده کړو په وړاندې پرتې ستونزې

که څه هم په تېره یوه نيمه لسيزه کې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په برخه کې پرمختګونه شوي، خو اوس هم د افغانستان په ډېری لرې پرتو سيمو کې نجونې زده کړو ته لاسرسی نه لري.
د راپورونو له مخې په یو شمېر لرې پرتو ولسوالیو کې د نجونو هېڅ ښوونځی وجود نه لري او په نورو کې بیا دغه ښوونځي یوازې لومړني ښوونځي دي او تر شپږم پورته ټولګی نه لري.
د دې تر څنګ په ځینو سيمو کې د ځوانانو له لوري د ښوونځیو د زده کوونکو نجونو ځورول هم د ستونزې په توګه مطرح شوي او د دې تر څنګ دوديز محدودیتونه هم د نجونو د زده کړو پر وړاندې خنډ بلل شوي دي.

پکتیکا
پکتیکا د افغانستان جنوب ختیځ ولایت دی چې ډېری وخت ترې د نجونو د زده کړو په برخه کې د ستونزو راپورونه خپرېږي.
له دغه ولایت څخه د تاند وېبپاڼې په یوه تازه راپور کې راغلي چې هلته د نجونو د زده کړو بهیر له ستونزو سره مخ دی. د راپور له مخې د دغه ولایت د ۱۵ ولسوالیو له ډلې یوازې په درېیو کې یې د نجونو ۴ لېسې وجود لري او نورو ۱۲ ولسوالیو کې هېڅ لېسه فعاله نه ده.
د دغه ولایت اوسېدونکي او مدني فعالان په حکومت نیوکه کوي چې د نجونو لېسو په پرانیستلو کې یې بې غوري کړې ده. دوی له حکومت غوښتنه کوي چې د دغه ولایت په مرکز ښرنه کې دې د نجونو داسې یوه لېسه جوړه کړي چې ټولې کارکوونکې او ښوونکې یې مېرمنې وي.
د دې ولایت د مدني ټولنې د همغږۍ مرستيال یعقوب خان منظور وايي، په دغه ولایت کې شته لېسې د ټولې پکتیکا اړتیاوې نه شي پوره کولای: ((دولت دې د خلکو له اړتیا سره سم په مرکز ښرنه کې يوه لويه لېسه جوړه کړي چې ټول کارکوونکي او ښوونکې يې مېرمنې وي، په دې سره به ډېرې کورنۍ وهڅېږي چې خپلې لورګانې زده کړو ته ولېږي او کوم حساسيت چې اوس له زده کړو سره ښيي، له منځه لاړ شي.))
منظور زیاتوي چې پکتيکا ته دې له نورو ولايتونو يا مرکز کابل څخه په امتيازي معاش ښځينه ښوونکې راوستل شي او په دې ولایت کې دې د ښوونکو په ښارګوټي کې د ځمکې نومرې هم ورکړل شي: ((دا کار به خورا ګټور وي او مثبتې پایلې به ولري.))
په همدې حال کې د پکتیکا یو قومي مشر جميل هم وايي چې د پکتيکا اوسېدونکي علم خوښوونکي خلک دي او هيله لري چې لورګانې يې زده کړې وکړي، خو د کلتوري ستونزو او ناامنيو له لاسه يې ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې پاتې کېږي: ((له يوې خوا ناامني ده او له بلې خوا د خلکو له دود او کلتور سره سمه لېسه نشته چې خلک خپلې لورګانې په ډاډه زړه زده کړو ته ولېږي.))
د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست یادې ستونزې مني او وايي هڅه کوي د حل لارې ورته ومومي. د دې ولایت د پوهنې ريیس محمدنسيم واجد وايي چې د پکتيکاوالو دا غوښتنه یې، چې په مرکز ښرنه کې د نجونو له پاره لویه لېسه جوړه شي، د پوهنې وزارت له چارواکو سره شريکه کړي.
واجد زیاتوي، دوی ډېر خوشاله دي چې سږ کال يې د حضرت بلال، بي بي زهرا، بي بي خديجه او فاطمه الزهرا له ښوونځيو پنځوس تنه نجونې فارغې کړې دي.
د یادولو ده چې د لومړي ځل لپاره سږ کال د پکتيکا له درېيو لېسو څه باندې ۵۰نجونې فارغې شوې.
له بل لوري د پکتیکا والي الیاس وحدت هیله ښيي چې په دغه ولایت کې به د نجونو د زده کړو بهیر پرمختګ وکړي: ((دا د وياړ ځای دی چې اوس مو د خلکو ذهنونه دې ته تيار شوي چې په خپلو لورګانو زده کړې وکړي او ښوونځيو ته يې ولېږي.))
وحدت هم مني چې په دغه ولایت کې د پوهنې په برخه کې پراخې ستونزې وجود لري، خو د نوموړي په خبره هڅه کوي دې ستونزو ته د حل لارې پیدا کړي: ((د ښځينه ښوونکو کمښت، د ښوونځيو د ودانیو نشت او ځينې نورې کلتوري ستونزې دي چې د نجونو د زده کړو په مخ کې خنډ واقع شوې دي.))

لوګر
د پکتیکا ولایت تر څنګ لوګر هم هغه ولایت دی چې د نجونو د زده کړو بهیر پکې ټکنی دی. د دې ولایت مېرمنې د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو د اواري غوښتنه کوي، دوی وايي چې دولت په دې شپاړسو کلونو کې دوی ته د پوهنې په برخه کې د پام وړ کار نه دی کړی او د ولایت د امن له پاره نه دي لاس په کار شوي. د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکې فوزيه احمدزۍ چې د اطلاعات او فرهنګ وزارت کارکوونکې ده وايي، دولت له لوګر ولایت سره د مور او ميرې چلند کړی او دې ولایت ته يې په هېڅ برخه کې هم د زړه له اخلاصه کار نه دی کړی: ((لوګر ولایت د کابل په څنګ کې پروت دی، خو د پوهنې په برخه کې يې ستونزې اوس هم د ډېرو لرې پرتو ولایتونو په کچه دي.))
د دې ولایت د مدني ټولنې غړې کلثوم ستانکزۍ حکومت په توپيري چلند تورنوي او وايي چې لوګر په ټوليزه توګه هېر شوی دی: ((د لوګر ډېری نجونې ښه استعدادونه لري، چې د حکومتي چارواکو د بې پروايۍ له کبله له زده کړو پاتې دي، په دې ولایت کې تر ټولو لویه ستونزه د امنيت نشت دی، د امنيت په برخه کې هېڅ کار نه دی شوی چې امنيت نه وي، نجونې به څه ډول زده کړې وکړي او کورنۍ به خپلې لورګانې په کوم ډاډ ښوونځي ته ولېږي.))
د دې ولایت د ولایتي شورا غړې هما احمدي وايي، چې هلته د نجونو زده کړې یوازې په نامه دي او د ناامنيو له کبله څوک نه شي کولای ان له کوره ووزي.
خو د لوګر د والي وياند سليم صالح بیا وايي، چې لوګر کې امنيت تر ډېرو ولایتونو ښه دی، هلته د نجونو د زده کړو په وړاندې کومه ستونزه نشته: ((په لوګر ولایت کې ۵۰زره نجونې ښوونځيو ته ځي، سږ کال مو له دوولسمو ټولګيو څه باندې ۴سوه فارغينې نجونې لرلې، له خروار پرته نور د لوګر په ټولو ولسواليو کې د نجونو فعالې ليسې لرو چې شمېر یې ۲۴ ته رسېږي.)) صالح زیاتوي، چې د لوګر په ولایت کې د نجونو هېڅ ښوونځی تړل شوی نه دی او تېر کال چې په برکي برک ولسوالۍ کې وسله والو مخالفينو د نجونو کوم ښوونځي تړلي وو، دوی د قومي مشرانو په مرسته ټول بېرته خلاص کړل.

خوست
د پکتیکا او لوګر تر څنګ بل هغه ولایت چې نجونې یې زده کړو ته لاسرسی نه لري خوست دی. که څه هم په دغه ولایت کې څه وخت وړاندې په يو شمېر ښوونځيو کې د ۱۱زره په شاوخوا کې نجونو زده کړې کولې، خو د دوی ښوونځي له نورو ښوونځيو سره يو ځای شول، چې اوس ډېری کورنۍ نه غواړي خپلې نجونې له سيمې لرې ښوونځيو ته ولېږي.
د خوست اوسېدونکي وايي چې د پخواني وزير ډاکټر فاروق وردګ پر مهال د خوست په ځينو لرې پرتو سيمو کې د دې له پاره چې نجونې له زده کړو پاتې نه شي، په ډېری کورونو کې ښوونځي پرانیستل شول.
د دې پروګرام له مخې په علي شېر، تڼیو، ګربز، ځاځي میدان او لکڼو ولسواليو کې ښوونځي جوړ شول، خو په دې وروستيو کې ياد ښوونځي له نورو ښوونځيو سره منحل شوي دي، چې اوس د دې منحل کېدو له مخې په دې ولايت کې ۱۱زره نجونې له زده کړو بې برخې دي. د خوست د پوهنې چارواکي ياده ستونزه مني او وايي، چې د بودجې د کمښت له کبله نه دي توانېدلي چې ياد ښوونځي په خپل حال وساتي.
د یادولو ده، چې له دې ستونزو سره سره روان کال د دې ولایت ۱۳۹نجونې له لوړو او نيمه لوړو زده کړو فارغې شوې، له شيخ زاید پوهنتون ۴۱ او له دوو نورو خصوصي پوهنتونو هم ۹۸نجونې فارغې شوې، خو د کارپوهانو په اند د پوره یوه ولایت په کچه د ۱۳۹ نجونو فارغېدل کوم پرمختګ نه شي بلل کېدای او باید د دغه ولایت د نجونو د زده کړو بهیر ته ځانګړې پاملرنه وشي.

کندهار
له بل لوري کندهار هغه ولایت دی، چې نجونې یې د زده کړو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. هلته نجونې له یوې بلې ستونزې سره مخ دي. د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، خپلې لوڼې او خويندې یې له دې کبله له ښوونځي راګرځولې دي چې په لارو او کوڅو کې د بې کاره او بې ادبه هلکانو له لوري ځورول کېدې. د کندهار د لويې ويالې سيمې اوسېدونکی جبار پوپل وايي، دوه لوڼې يې په دې خاطر له ښوونځي راوګرځولې چې هره ورځ به بېکاره او وزګارو هلکانو ځورولې: ((زه غريب سړی يم باید کار وکړم، داسې خو نه شم کولی چې هره ورځ مې له لوڼو سره تر ښوونځي لاړ شم او بېرته راشم. موږ ښوونځی، پولیس، د پوهنې رياست ټول خبر کړل خو دوی هېڅ هم ونه کړل، زموږ درد دوا نه شو.))
خو د کندهار ولایت د پوهنې د ریاست وياند نظرمحمد صميمي وايي، په دې ولایت کې په لارو کوڅو کې څوک د نجونو د مزاحمت له پاره نه درېږي او دا خبره دوی ته د منلو وړ نه ده: ((زموږ د پوهنې له چارو سره تل امنيتي ځواکونه او سيمه ييز پولیس همکار دي او تل يې ملاتړ کوي، د دوی په مرسته هېڅوک نه شي کولای چې د ښوونځي نجونو ته لارو کوڅو کې ودرېږي، په دې اړه راپورونه بې بنسټه دي.))
د نجونو د زده کړې پر وړاندې ستونزې داسې مهال مطرح کېږي، چې د یو وروستي راپور له مخې افغانستان د نړۍ په کچه دویم هغه هېواد دی چې زیات وګړي یې بې سواده دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA