ads

د ځوانو لیکوالو او شاعرانو سرلاری

د کلید اوونيزې په دې ګڼه کې داسې یو ځوان درپېژنو، چې پر شعر او نثر یې د لرې او برې پښتونخوا د شعر او نثر ډېر مینه وال روږدي دي او د پښتو ادب په اسمان کې لکه لمر هسې ځلېدلی دی. ګل الرحمن رحماني خوږژبی او نوښتګر شاعر، لیکوال او ژورناليست دی.

نویسنده: The Killid Group
19 سلواغه 1395
د ځوانو لیکوالو او شاعرانو سرلاری

د کلید اوونيزې په دې ګڼه کې داسې یو ځوان درپېژنو، چې پر شعر او نثر یې د لرې او برې پښتونخوا د شعر او نثر ډېر مینه وال روږدي دي او د پښتو ادب په اسمان کې لکه لمر هسې ځلېدلی دی. ګل الرحمن رحماني خوږژبی او نوښتګر شاعر، لیکوال او ژورناليست دی.
نوموړی د وردګو ولایت، چکولسوالۍ د کوز کولک کلي اوسېدونکی دی، پلار يې ديني عالم و، کله چې په چکولسوالۍ کې د مجاهدينو او روسي لښکرو جګړې شدت مومي، د رحماني پلار مولوي عبدالرازق د جګړو له کبله د سيداباد ولسوالۍ کجکلې کلي ته چې هلته امامت او مدرسه لري کډه کوي.
رحماني په ۱۳۶۵لمريز کال د کجکلې په کلي کې فاني نړۍ ته سترګې پرانېزي، د يوولسو مياشتو کېږي، پلار يې په سخته ناروغۍ کې د روسانو د بمبار له کبله ټپي او په شهادت رسېږي. رحماني له خپلو څلورو وروڼو او پنځو خويندو سره ترې پاتې کېږي.
رحماني او کورنۍ يې بېرته په چکولسوالۍ کې خپل کلي ته راځي، شپږ کلنۍ ته چې رسېږي د پلار يو ملګری يې په ۱۳۷۱لمريز کال د شاه قلندر کلي په الجهادښوونځي کې شاملوي: ((ښوونځي ته ډېر خوشاله وم، د سيند په غاړه به په باغونو کې ښوونځي ته تلم.))
رحماني اووم ټولګی د ((چک روزنتون)) په نوم دارالایتام کې پيلوي. رحماني د کورنۍ کشر ماشوم او نازولی دی: ((د زده کړو په دوره کې کله هم د قلم، کتابچې، جامو او نور څه له کمښت سره نه یم مخ شوی، هر ورور د پلار مينه راکوله. وروڼه مې يو له شرعياتو او بل له ساينسي علومو فارغ شو او مشرانو وروڼو مې د اقتصادي ستونزو له کبله د ليسې په دوره کې زده کړې پرېښودې.))
رحماني هم د نورو ماشومانو په څېر ډېر شوخ دی: ((يوه ورځ مې خپل دوه موټرک چې له لرګيو مې خپله جوړ کړي وو، په بام زغلول، يو وخت د کور انګړ ته راولوېدم، مور او مشر ورور مې نور هم پسې ووهلم.))
رحماني د ښوونځي په مهال له غرمې وروسته غره ته وزې او پسونه بيايي چې اوس يې هغه مهال ډېر يادېږي: ((په غره کې هغه ارامه فضا، ښکلی چاپېريال، په غرونو کې چينې او د فکر له پاره تر ټولو ښکلې فضا وه. هلته تخيل او تفکر ته ښه زمينه برابره شوې وه. يو وخت مې درسونه راباندې زور شول، کورنۍ مې وزې شپانه ته ورکړې، په لومړيو کې سخت خوشاله وم، خو څه وخت وروسته سخت پسې خپه وم. زړه مې کېده غره ته لاړ شم، د غره له سکوت خوند واخلم او څارويو پسې منډې ووهم.))
رحماني له هماغه وخته د مطالعې شوق لري، په کور کې د خپل پلار ديني کتابونه لټ په لټ اړوي، ګوندې څه یې د لوستلو لپاره خوښ شي: ((په اووم ټولګي کې وم، د پلار کتابونه به مې کتل، د (ټام ساير) په نوم مې يو ناول پيداکړ چې امريکايي ليکوال مارک ټواين ليکلی و، زما سر نه پرې خلاصېده، خو ورور مې رحيمالله به راته وايه، زما به يې شوخ کرکټر نه خوښېده چې خلک به يې په عذابول، تل به مې کوشش کاوه چې زه هغسې کارونه ونه کړم، مابه له دې کيسې ډېر څه زده کول. کله کله به مې زړه کې راګرځېدل چې زه هم يوه کيسه ولیکم، خو هېڅکله مې نه غوښتل چې د ټام ساير په څېر بدغونی وم.))
په دارالايتام کې يوه ورځ د شعر ليکلو هڅه کوي:
راشه راشه اې بهاره زما خواته
د خزان وهلې تنده مې کړه ماته
د خزان سپېرو بادو يم ځورولی
نو رادرومه انتظار کومه تاته
استاد مصطفیحماس به مرسته راسره کوله. رحماني خپل نوی لیکل شوی شعر په سبا ورځ د سهار د پيل په ستيج وايي: (( دريځ ته لاړم، خو ټول بدن مې لړزېده، لاسونه او پښې مې نه شوای کنټرول کولای، غږ مې هم بدل شوی و. لس بيته شعر و، خو د لړزې له لاسه مې څو بيتونه پرېښودل او ژر له دریځه ښکته شوم.))
دوی په دارالایتام کې د غونډو له چارو، مشاعرو او فرهنګي مسايلو سره ښه بلدېږي، يوولسم ټولګي ته د عمر فاروق ليسې ته ځي، هلته د فرهنګي چارو مسولیت ورسپارل کېږي: ((ليسې عروة الوثقی او دوه نورې جريدې لرلې، زه د ټولو عمومي مسوول وم چې بیا مو هرې جريدې ته مسوولمدير لاره، په ليسه کې مو هره اونۍ يوه تمثيلي ډرامه لرله، د لیسې د سهار په پیل کې به ټولې چارې زما په غاړه وې، تر هغې چې ټول زدهکوونکي به ټولګيو ته لاړل، زه به وروسته ټولګي ته تلم، خو کله به مو چې لومړی ساعت د رياضي و، استاد به يې سخت راته غوسه و، ويل يې چې زموږ ستيج او شاعري يو ټکی ارزښت نه ورته لري، بايد درس ته په وخت راشو.))
رحماني په شاعرۍ کې پرمختګ کوي، په سيمه کې شهرت ته رسېږي، په چک ولسوالۍ کې د ميديوتيک په نوم د المانيانو فرهنګي مرکز د ((سانده)) په نوم د رحماني لومړۍ شعري ټولګه چاپوي، د مخکتنې غونډه ورته جوړوي، ستاينليک ورکوي، دا هغه وخت دی چې د رحماني يو هدف چې د يوه کتاب لیکل دي پوره کېږي: ((نولس کلن وم چې سانده چاپ شوه، دا زما له پاره يوه ښه خاطره وه، دې ته خوشاله وم چې شعري ټولګه مې چاپ شوه، خو په دې خپه وم چې دوی ته مې شعرونه په پاڼو کې ورکړي وو او په داسې کمپيوټر يې ليکلي وو چې پښتو يې نه لرله ډېر بې خونده يې چاپ کړی و. د میډيوتيک دفتر زموږ له پاره سره زر و، هلته به مو ادبي غونډې جوړولې او ځینې کورسونه وو چې موږ به تعقیبول.))
رحماني په همدې وختونو کې د ځان له پاره څلور هدفونه ټاکي چې بايد ورته ورسېږي، ادبياتو کې لوړې زده کړې، خبريالي او له راډيو سره کار کول، د خپل يوه کتاب خپرېدل او په پوهنتون کې استاد کېدل چې تر دې دمه يې لومړی هدف پوره شوی و: ((يوولسم ټولګي کې وم چې د مڼې ګل پنځمه که شپږمه مشاعره په عمر فاروق لیسه کې جوړه شوه، هلته د کابل ادبي بهير ډېر غړي راغلي وو، ما هغه شعر ((زه او ته چې ماشومان وو)) ولوست د دوی ډېر خوښ شو، ټولو مطبوعاتو واخيست، راډيوګانو هم مرکې راسره وکړې، زه ډېر تشويق شوم او دوی زما شعر د مشاعرې ښه شعر وباله.))
رحماني وايي چې تر دې وړاندې به ډېری لیکوال، شاعران او خبریالان د خیالي نړۍ وګړي ورته ښکارېدل، خو په دې غونډه کې یې له ډېرو سره خبرې وشوې او دی يې تشويق کړ چې کله کله کابل کې د دوی روزنيزې غونډې افغان ادبي بهير ته ورشي: ((بیا به له ملګري محمدعالم عزيزي سره کله کله له چک ولسوالۍ څخه کابل کې د افغان ادبي بهیر غونډو ته تلو. ډېری وخت به مې کرایه هم نه لرله او کور کې به يې هم ويل چې زه هسې وخت ضايع کوم، زړه به يې نه و چې لاړ شو، خو بیا مو هم غونډې نه پرېښودې.))
هغه له حضرتعمر فاروق ليسې څخه په ۱۳۸۳لمريز کال فارغېږي، کانکور کې بې پایلې کېږي، خو دا چې نومرې يې لوړې دي، لوړو زدهکړو وزارت يې کرنې پوهنځي ته مني: ((کرنې پوهنځي کې درسونه زما د ذوق سره برابر نه وو، له فورمولونو سره جوړ نه وم، منفکي مې ترې واخسته او شپږ مياشتې په چک دارالایتام کې استاد او د فرهنګي چارو مسوول وم، وروسته بیا شپږ مياشتې په ميدان ښار کې د اطلاعات او فرهنګ رياست کې اداري مدير شوم، خو د رياست له غوښتنې سره سم مې له ملي هدف اوونيزې سره د خبريال په توګه کار کاوه.))
رحماني د خبریالۍ په برخه کې تجربه نه لري، يوازې په ميديوتيک کې يې يوه مياشت ورکشاپ تعقيب کړی، خو دا چې ښه استعداد لري او د نورو ورځپاڼو او مجلو راپورونه او ليکنې ډېرې لولي: ((له څه وخت کار وروسته مې په هېواد ورځپاڼه کې خپل راپورونه وليدل چې د بل چا په نوم يې خپاره کړي وو، هغه کس مو راپيداکړ، نه يې منله چې خپل يې نه دي، بالاخره مو باختر اژانس درېيمګړی کړ هغوی زما وبلل. بیاهم خوشاله وم، ځکه چې هغه ادبيات لوستي وو خو زما ليکنې يې غلا کولې، په ځان مې باور پيداشو.))
رحماني راتلونکی کال د ننګرهار د ښوونې او روزنې پوهنځي پښتو څانګې ته بریالی کېږي، هغه د خپل ۱۲۰کسيز ټولګي په پای کې کېني، د کال د نيمايي ازموينو په پای کې تدريسي مدير ټولګي ته راځي وايي، ګلرحمان څوک دی، سره له دې چې تر دې وړاندې په ټولګي کې ډېر کسان د اول نومرهګۍ دعوه لري، ګلرحمان په پای کې لاس پورته کوي، مدير يې د لومړۍ نمرې اخیستو مبارکي ورته وايي: ((ټول حيران شول چې دا خو تر اوسه صم بکم ناست و، چا پېژانده هم نه او اوس اول نومره شو.))
پوهنځي کې د ټولو پام وراوړي، د پوهنځي د (تانده) په نوم جريدې مرستيال ټاکل کېږي، په دويم ټولګي کې د ننګرهار له کليدراډيو سره د ازاد خبريال په توګه کار پيلوي. خبرونه وايي او ادبي خپرونې چلوي، له يو کال کار وروسته د مرام راډيو د خبر مسوول ټاکل کېږي، معاش يې هم ښه کېږي. په درېيمکال له نوې جوړې شوې صفا راډیو سره کار پيلوي: ((د پوهنځي درسونه، د پوهنځي جريده، راډيو دې ټولو دومره بوخت کړم چې ډېری وخت به په کال کې يو ځل کور ته تلم، د زدهکړو په وخت يو کال ليليه کې وم، نور کلونه راډيو کې اوسېدم.))
رحماني چې له پوهنتون فارغېږي لس کتابونه يې هم خپاره شوي وي. نوموړی وايي چې تر ناول ليکنې مخکې يې لږ تر لږه پنځوس ناولونه لوستي وو، خو د خپل درېيم کتاب ښکلا د چاپ يوه خاطره چې نه يې هېرېږي: ((خپل ليکل شوی ناول مې استاد ته په مينه ډالۍ کړ، لاس یې راوړاندې کړ، کتاب یې پر چوکۍ کېښود، په رخصتۍ کې له ټولګي ووت، خو کتاب همالته په چوکۍ پاتې شو.))
ګلرحمن د پوهنځي په څلورم ټولګي کې د محصلينو د مونوګراف ليکنې ستونزه حسکوي او د مونوګراف ليکنې په اړه يو څېړنيز کتاب ليکي، بيا هـم هـمــدې استاد ته خپل کتاب ډالۍ کوي، استاد کتاب اخلي او ځي، نورو استادانو ته وايي چې دا رحماني له کومه دومــره تکــړه شــو او پــه کــوم جرئت مونوګراف ليکنې ته اصول ټاکي: ((ښه خبره دا شوه چې له ۱۳۹۰کال وروسته مونوګراف ليکنه د پوهنځي په نصاب کې شامله شوه او اوس په څو پوهنتونونو کې تدريس کېږي.))
رحماني په ۱۳۸۹لمريز کال له پوهنتون څخه په کادري نومرو فارغېږي، خو دا چې په پوهنتون کې د کادر له پاره يو شرط دا وي چې بايد ننګرهاری وي، د کادر چانس نه ورته برابرېږي: ((له فراغت وروسته هم یو کال له صفا راډيو سره وم او له يونما سره مې هم کار کاوه.)) له يوکال وروسته له ننګرهار څخه کابل کې پژواک اژانس ته ازموينه ورکوي، کار ته منل کېږي او کابل ته راځي.
رحماني په ۱۳۹۳لمريز کال د پښتو ادبياتو له ماسټري هم په کادري نومرو چې ۸۶فیصدي لري او تيزس هم بشپړوي فارغېږي: ((له هغې مهال بيا تر اوسه له پژواک سره د ژباړې د مسوول په توګه کار کوم، د پژواک تر څنګ مې څه وخت له اسټراليا د خپرېدونکې شملې راډيو سره هم کار وکړ او يو کال هم د باور ورځپاڼې اېډېټر او مرستیال وم.))
اوس رحماني د خپل څلورم هدف د پوره کولو هڅه کوي. کابل پوهنتون ادبياتو پوهنځي ته يې يو ځل ازموينه ورکړې او په راتلونکي کې هم دې ته انتظار دی چې خپل دا هدف هم پوره کړي. رحماني په ۱۳۹۲کال کوژده او په ۱۳۹۳کال هم واده کوي چې اوس د دوو زامنو پلار دی.
د رحماني تر اوسه ۲۶ اثار چاپ شوي او ۲کتابه يې تر چاپ لاندې دي، په دې کتابونو کې یې ۶ژباړې او نور يې ټول ليکلي دي، (د ازادۍ لېونی) تاريخي ناول يې د اطلاعات او فرهنګ وزارت د ۱۳۹۳کال د خپلواکۍ د ورځې د کال د غوره کتاب جايزه واخيسته او همداراز يې د (مينې شهيدان) کتاب هم له اطلاعات او فرهنګ وزارت څخه د غوره کتاب جايزه اخيستې ده. رحماني تر اوسه د لسو په شاوخوا کې ستاينليکونه اخيستي او په راتلونکي کې هم ځينې داستاني سوژې لري چې کار پرې وکړي. د ښاغلي رحماني په اړه تر اوسه په بېلابېلو پوهنتونونو کې ٨ مونوګرافونه ليکل شوي، خو تر اوسه یې په اړه کومه نمانځغونډه نه ده جوړه شوې.
رحماني وايي، هر کتاب چې ليکل کېږي بايد د اړتيا له مخې وليکل شي، د هغه په وينا که د اړتیا له مخې ونه ليکل شي، هېڅ ارزښت به ونه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA