ads

د پاکستان نوې لوبه

د پاکستان حکومت هڅه کوي، د افغان حکومت د وسله والو مخالفينو یو شمېر هغه مرکزونه افغانستان ته انتقال کړي چې په تېرو پنځلسو کلونو کې يې د دغه هېواد په ملاتړ په پاکستان کې فعاليت درلود.

نویسنده: The Killid Group
16 سلواغه 1395
د پاکستان نوې لوبه

د پاکستان حکومت هڅه کوي، د افغان حکومت د وسله والو مخالفينو یو شمېر هغه مرکزونه افغانستان ته انتقال کړي چې په تېرو پنځلسو کلونو کې يې د دغه هېواد په ملاتړ په پاکستان کې فعاليت درلود.
په دې وروستیو کې د زابل ولایت امنیتي چارواکو د دغه ولایت په یو شمېر غرنیو سيمو کې د دولت د وسله والو مخالفينو د ځای پر ځای کېدو او د وسله والو د روزلو د کمپونو له فعالېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
د زابل ولایت امنیه قومندان ميرويس نورزي رسنیو ته ويلي، چې د حکومت وسله وال مخالفين د دغه ولایت په غرنیو سيمو کې په خپلو روزنيزو کمپونو کې نوو ځوانانو ته جنګي روزنه ورکوي، چې په راتلونکي کې له دوی د افغان ځواکونو پر وړاندې د جګړې لپاره ګټه واخلي.
د زابل ولایت د پوليسو دې چارواکي ويلي، چې په یاد ولایت کې یې د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري د روزنيزو مرکزونو د جوړولو راپور مرکزي حکومت ته ورکړی دی او ټاکل شوې حکومت له وسله والو د دغه سيمو د پاکولو لپاره پوځي عملیات پیل کړي.
پر پاکستان د نړیوال فشار ډېرېدو او د دغه هېواد د استخباراتي شبکې له لوري د ترهګرو ډلو د ملاتړ په تړاو د نړیوالې ټولنې اندېښنو ته په پام د پاکستان حکومت هڅې پیل کړې، چې د افغانستان په خاوره کې د ترهګريزو ډلو د فعالیت لپاره زمينه برابره کړي.
که څه هم د پاکستان په خاوره کې د دولت د وسله والو مخالفينو د فعالیت لپاره شته اسانتیاوو او مناسبو شرایطو ته په پام ښايي د ترهګريزو ډلو مشران زړه ښه نه کړي چې هغه ټولې اسانتیاوې پرېږدي او په افغانستان کې دننه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي خو اړينه ده چې د افغانستان حکومت په ځانګړي ډول د امنيتي ځواکونو مشرتابه په افغانستان کې د حکومت د وسله والو مخالفينو د مرکزونو د جوړېدو د مخنيوي په تړاو جدي ګامونه واخلي او پرېنږدي چې د سيمې استخبارات په افغانستان کې دننه ځوانانو او نوو ځوانانو ته روزنه ورکړي او هغوی د افغان امنيتي ځواکونو پر وړاندې جګړې ته وهڅوي.
پاکستان په دې سره له یوه لوري غواړي افغانستان کې جګړې ته پوکی ووهي او له بل لوري په افغانستان کې د حکومت د وسله والو مخالفينو د مرکزونو په جوړولو سره غواړي نړیوالې ټولنې ته وښيي، چې د افغان حکومت وسله وال مخالفين د پاکستان تر کنټرول بهر افغانستان کې فعالیت لري او پاکستان په دې برخه کې هېڅ ملامتي نه لري.
که څه هم نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول امريکا د پاکستان د استخباراتي شبکې په ملاتړ د افغان حکومت د وسله والو مخالفينو د ازاد فعالیت په تړاو د افغانستان د اوسني او پخواني حکومت اندېښنو ته پام نه دی کړی او د افغان حکومت د یو ستراتېژيک شريک په توګه يې په سيمه کې د ترهګرۍ ملاتړي تر فشار لاندې نه دي نیولي، خو که افغان حکومت له پاکستان څخه افغانستان ته د حکومت د وسله والو مخالفينو د مرکزونو د انتقال مخه ونه نيسي، د افغان حکومت له وسله والو مخالفينو به د پاکستان د ښکاره او څرګند ملاتړ په تړاو د نړیوالې ټولنې د واحد دريځ نیولو ممکن فرصت هم له لاسه ورکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA