ads

د کونړ ۶۰ په سلو کې ښوونځي ودانۍ نه لري

د کونړ ولایت زدهکوونکي وايي، ښوونځي یې ودانۍ نه لري او په دې برخه کې حکومت دغه ولایت ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې. دوی وايي، اوړي که یې له ګرمۍ او مني کې یې له سړو په ټولګیو کې ګوزاره نه کېږي.

نویسنده: The Killid Group
2 سلواغه 1395
د کونړ ۶۰ په سلو کې ښوونځي ودانۍ نه لري

د کونړ ولایت زدهکوونکي وايي، ښوونځي یې ودانۍ نه لري او په دې برخه کې حکومت دغه ولایت ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې. دوی وايي، اوړي که یې له ګرمۍ او مني کې یې له سړو په ټولګیو کې ګوزاره نه کېږي.
د کــونــړ ولایــت د سرکاڼو ولسوالۍ د عمران اباد لومړني ښوونځي یو شمېر زدهکوونکو کلید ته وویل چې په ټول ښوونځي کې درې خېمې لري، حال دا چې د زدهکوونکو شمېر یې تر ۳۰۰ تنو اوړي.
دغه زدهکوونکي وايي، تر ښوونځیو ساعتونه ساعتونه مزل کوي، خو کله چې باران وي یا هم هوا سړه وي او تېز بادونه وي؛ ښوونځی یې رخصت وي.
د یاد ښوونځــي د څلــورم ټــولګـي یوه زدهکوونکي حسیبالله کلید ته وویل، که یــې ودانۍ وای؛ نو لــه هــر ډول ستــونــزو څخــه لرې بــه یــې خپلې زدهکړې کولې: (( تعمیر نه لرو، دا څو خیمې دي، په دې کې نه ځایېږو، بایــد دلتـــه تعمیر راته جوړ کړي.)) له بل لوري بیـا د دغه ښــوونځي د پنځم ټولګي یوه زدهکوونکي احمد الهــام کلیــد ته وویل: ((خېمې هم کمې دي او فرشونه هم نه لرو، کله کله سپېره ډاګ باندې کېنو.))
له بل لوري د عمران اباد ښوونځي یوه ښوونکي ولي محمد کلید ته وویل، د کونړ هوا داسې ده چې په خېمو کې یې په اسانه ګوزاره نه کېږي، ځکه د اوړي ګرمي لري او د ژمي ساړه وي: ((فرشونه مو هم کم دي او خېمې هم، حکومت دلته هېڅ نه دي کړي، د کونړ زدهکوونکي له ګڼو ستونزه سره مخ دي.)) ولي محمد زیاتوي، څو ځلې یې دغه ستونزه د پوهنې له امریت سره هم شريکه کړې ده، خو تر دې مهاله په دې برخه کې د پام وړ څه نه دي شوي او دوی همداسې له ستونزو سره مخ دي: (( یوازې د ودانۍ ستونزه نه ده، درۍ (ټغر) نه لرو چې زدهکوونکي تر شنه اسمان لاندې پرې کېني، تر اوسه پورې مو ډېرې عریضې کړې دي، خو هېڅوک مو غږ نه اوري.))
د کونړ ولایت د پوهنې ریاست بیا په دغه ولایت کې د ښوونځیو د ودانیو د نشت ستونزه مني او وایي، د پوهنې وزارت له مسوولینو سره یې دغه ستونزه شریکه کړې او د حل ډاډ ورکړل شوی دی. د کونړ ولایت د پوهنې رییس سید جمال الدین حسني کلید ته وویل، په دغه ولایت کې ۶۰ په سلو کې ښوونځي ودانۍ نه لري. نوموړی وایي، په مرکز اسعداباد او ولسوالیو کې یې ډېری زدهکوونکي په خېمو او کرایي کورونو کې په زدهکړو بوخت دي: ((کونړ کې رښتیا هم د ښوونځیو د ودانیو نشت ستره ستونزه ده، دغه ستونزه مو د پوهنې له وزارت سره شريکه کړې ده او هغوی هم ډاډ راکړی دی چې کونړ ولایت ته به په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه کوي؛ نو موږ ورته انتظار یو.))
په کونړ ولایت کې زدهکوونکي داسې مهال د ښوونځیو له پاره د ودانیو له نشت سر ټکوي چې د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې د ۸ خصوصي ښوونځیو تر څنګ ۵۱۶ دولتي ښوونځي موجود دي. په دغو ښوونځیو کې ۱۹۰زره زدهکوونکي زدهکړه کوي. د دغو زدهکوونکو له ډلې ۷۰زره یې نجونې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA