ads

اوږد سفــــر

((هرکلي ته مې بامونو ته ماشومان او مېرمنې راپورته شوې، پلار مې مخې ته منډې راوهلې، په غېږه کې يې ټينګ ونيوم، له سترګو يې اوښکې روانې وې.)) دا د ډګروال رسول محمد صافي خبرې دي، هغه څوک چې د ژوند هره شېبه یې د نورو له پاره د لارې مشال دی، د ننګونو پر وړاندې د غره په څېر درېدلی، ستونزې یې ګاللي او زغملې دي؛ تر دې چې د بریا تر کهکشانه رسېدلی.

نویسنده: The Killid Group
24 لیندۍ 1395
اوږد سفــــر

((هرکلي ته مې بامونو ته ماشومان او مېرمنې راپورته شوې، پلار مې مخې ته منډې راوهلې، په غېږه کې يې ټينګ ونيوم، له سترګو يې اوښکې روانې وې.)) دا د ډګروال رسول محمد صافي خبرې دي، هغه څوک چې د ژوند هره شېبه یې د نورو له پاره د لارې مشال دی، د ننګونو پر وړاندې د غره په څېر درېدلی، ستونزې یې ګاللي او زغملې دي؛ تر دې چې د بریا تر کهکشانه رسېدلی.
رسول محمد په ۱۳۳۶لمریز کال د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ د کلا په کلي کې زېږېدلی، په شپږکلنۍ کې د مور له یوې نړۍ مينې او مهربانۍ بې برخې کېږي او پلار يې بل واده کوي.
پلار يې درې سوه مېږې، پسونه او وزې لري. رسولمحمد هره ورځ د مېږو او وزو رمه غره ته بيايي، يوه ورځ يې کليوال ملګری حاکم ورته وايي، چې په مکتب کې درس وايي: (( د مکتب نوم سخت خوږ راباندې ولګېد، له واره مې پلار ته لاړم، ويل مې چې ما هم مکتب کې شامل کړي، د پلار تر څنګ مې تره هم ناست و، هغه يوه ښه عسکري څپېړه راکړه، ويل يې چې بل ځل ښوونځی ياد نه کړم. که ښوونځي ته لاړ شم دا رمه به څوک غره ته بيايي، په ژړا له کوره ووتم)).
ماشوم رسولمحمد هره ورځ غره ته رمه بيايي، غرمه يې بېرته راولي، بيا له پلار سره په پټيو کې کار کوي، پلار يې پټي اړوي او دی وړې وړې ډبرې ترې ټولوي. رسولمحمد يې خپلې ترور (خاله) ته کيسه کوي او هغه یې درس ته هڅوي: ((ترور مې لږ غنم راکړل، چې د کلي په دوکان کې کتابچه او قلم پرې واخلم، هغه وخت د ظاهرشاه واکمني وه، پيسې لږې وې، اکثره راکړه ورکړه به په غنمو کېده. له قلم او کتابچې سره ښوونځي ته لاړم او په پټه مې ځان شامل کړ)).
رسولمحمد له ښوونځي راځي، تره يې کتابچه او کتاب ورسره ويني، پسې منډه کوي، رسول ترې تښتي، کتابچه او کتاب ترې لوېږي، تره يې کتاب او کتابچه ورته ټوټې ټوټې کوي: ((که د ترور کور ته ترې تښتېدلی نه وای، سخت به يې وهلی وم. د پټېدو ځای مې د ترور کور و، د هغې کور هم زموږ په کلي کې و، ترور مې د مور له مرګ وروسته د مور غوندې وه)).‎
رسولمحمد هم د کورنۍ زړه ساتي او د هغوی په خوښه رمه څروي او هم د غره په بله ډډه کې، چې ښوونځی دی، درس وايي: ((ترور مې دويم ځلي هم کتابچې او قلمونه راته واخيستل، د ښوونځي په رخصتۍ کې به مې کتابونه خپل ګاونډي او ملګري حاکم ته ورکړل، چې کور ته يې ورسره يوسي او ما به رمه د کور په لور روانه کړه)).
د کال په پای کې د رسولمحمد پلار او کورنۍ له دې خبرېږي، چې هغه ټول کال ښوونځی هم لوستی، په ازموينو کې څلورم نومره کېږي، پلار ورته وايي، چې که ښوونځي ته ځې؛ نو رمه هم باید وڅروې او د کور نور کارونه هم وکړې.
ډګروال رسولمحمد صافی په دويم ټولګي کې دويم نومره کېږي. د ښوونځي د واليبال ډله جوړېږي، سرمعلم يې ادارې ته ورغواړي، چې په ډله کې يې شامل کړي: ((د سرمعلم مخې ته لوڅې پښې ولاړ وم، ښۍ پښه مې دوه ځايه زخمي ښکارېده، خو هغوی پوهېدل، چې زه په لوڅو پښو په غره کې رمه څروم)).
رسول محمد د خپل ذکاوت او لیاقت له کبله ورځ تر بلې په ښوونځي کې مشهورېږي، په پنځم ټولګي کې اولنومره کېږي، د ښوونځي په انضباطانو کې نیول کېږي، د واليبال په ډله کې هم پرمختګ کوي، په ټول ښوونځي کې يې د تکړه واليبالر په توګه نوم يادېږي. یوه ورځ د ريچرلام په نوم له بلې لېسې سره سيالي لري، د رسول دوی ډله یې ګټي، په ښوونځي کې ټول استادان د رسول ستاینه کوي، د ډلې ملګري یې هم د نوموړي هڅې تاییدوي او وايي که رسول نه وای سيالي یې نه شوای ګټلای: ((ټولو ښوونکو ونازولم، ټولو زدهکوونکو ويل، چې له رسول څخه توپ نه شوای تېرېدی. کور ته چې ورسېدم پلار هم خبر شوی و، چې له ریچرلام لېسې مې سيالي ګټلې ده، مور ته مې یې وويل، چې د غوا غوړي راته ویلې او رايې کړي. غوړي مې چې وخوړل بهر کلي ته ووتم، په چا مې برېک نه نيوه، محمدحاکم ملګري ته مې وويل، چې اصيل غوړ مې وخوړل، له دې وروسته نو مسابقې ګوره)).
رسولمحمد د زدهکړو له پاره يو ځل بیا له ستونزو سره مخ کېږي، پلار يې ورته وايي، چې تر شپږم ټولګي زدهکړې ورته کفایت کوي، نور دې خپلې رمې او د کور کارونو ته پام واړوي، خو د رسول تر ټولو لويه مرستندویه؛ ترور خپل اوښي ته عذرونه کوي، چې رسول له زدهکړو ونه باسي: ((له شپږم، اووم ټولګي ته د کانکور ازموينه اخيستل کېده، زه يې ازموينې ته پرې نه ښودم، پلار په ګړنګل کې جوار اخيستي وو، اشر يې کړی و، ټوله ورځ په خپګان راباندې تېره شوه، مازيګر چې راغلم، ترور مې په لاره کې راته ولاړه وه، راته ويل يې چې اوس ورشم، ښوونکو ته ووايم، چې نه وم خبر. بس ترور نه وه د جنت پرښته وه، چې ورغلم، ښوونکو راسره ومنله، پارچه يې راکړه، په ازموينه کې بريالی شوم.))رسول تر ازموينې وروسته زړور کېږي، کورنۍ ته وايي، چې په اووم ټولګي کې يې درسونه ډېر دي او نور د کور کارونه نه شي کولی، که چېرې درسونو ته یې نه پرېږدي؛ نو کور کلی به ورته پرېږدي: ((رمه مې نور غره ته نه بیوله، نه مې نور کارونه کول، يوازې به مې کله کله د رخصتيو په ورځو کې کار کاوه. بوټان او کالي به مې ډېری وخت ترور راته اخيستل، هغه وخت اقتصادي حالت خراب و، که هرڅومره رمې مو لرلې، خو خوراک به مو سوکړک و، غنم به مو يوازې ښې او بدې ته ساتل)).
رسولمحمد له نهم ټولګي دويم نومره فارغېږي، نوموړی وايي، چې اول نومره له ازموينې څو ورځې وړاندې ښوونکو ته ډوډۍ وکړه، که نه دی تر هغه ډېر لایق و.
د نهم ټولګي له کلنيو ازموینو څه وخت مخکې د يو ښوونکي زوی په نظامي دريشي کې ښوونځي ته راځي، رسولمحمد يې په درېشي پاک مينېږي، زړه يې غواړي، چې همدا اوس پوځي او منصبدار شي. له ښوونکي پوښتنه کوي، چې زوی يې څنګه نظامي شو، هغه ورته وايي، چې هر مني کې ښوونځي ته د کابل له حربي ښوونځي يوه ډله راځي، هغوی له ښوونځي کسان خوښوي، دا ځل چې راشي له ده سره به هم مرسته وکړي: ((څو ورځې وروسته مې پلار له نورستانه انګور، انار او غوزان (چارمغز) راوړل، د شپې مې يو څه پټ کړل او سهار وختي مې د استاد د کور دروازه وټکوله چې دا مې پلار درته رالېږلي دي، د دې له پاره چې د نظامي کېدو له پاره مرسته راسره وکړي، دا مې ورکړل. هغه هم ډېر خوشاله شو)).
څه وخت وروسته له کابل پلاوی راځي، په لومړي ځل له ټولو هلکانو په رسولمحمد غږ کوي، بس نو له خوښۍ په جامو کې نه ځاېيږي: ((پلار ته مې چې کيسه وکړه، ويل يې يوازې دومره وکړه، چې له دې ځایه ورک شه، نور که نظامي ته ځې او که ملکي ته، موږ څو کسان يې ولایت ته راوستو، حربي ښوونځی مې درې کاله ووايه، په دويمه نومره فارغ شوم.)) رسولمحمد په حربي ښوونځي کې هم ډېرې هڅې کوي، ښه درسونه لولي او د تکړه زدهکوونکو له ډلې شمېرل کېږي. نوموړی وايي، يوه ورځ يې ښايسته دريشي واغوسته، کږه خولۍ يې په سر کړه او کلي ته روان شو: ((هغه وخت کې به له ننګرهار څخه کونړ ته يوازې يو ګاز موټر تلو، د ګاز په جنګله کېناستم، چې ډېر کسان مې وويني، يو ځای کونړ ته نږدې وم، چې خولۍ مې ولوېده، نږدې مې زړه درېدلی و، ډرېور ته مې ډېرې چيغې ووهلې او بېرته مې راواخيسته.)) په کلي کې ټول خلک پرې راټولېږي، وايي ضابط صیب راغی: ((بامونو ته ماشومان او مېرمنې راپورته شوې، پلار او ميرې مې مخې ته منډې راوهلې، په غېږه کې يې ټينګ ونيوم او له سترګو يې اوښکې روانې وې.)) رسولمحمد له حربي ښوونځي وروسته حربي پوهنتون ته ځي. هلته د ټانک او زرهپوش مسلک وايي او په هرات کې دنده پیلوي. نوموړی څه وخت وروسته د کابل سردار داوود خان روغتون ته رابدلېږي. وروسته د سردار داوود خان په روغتون کې د محافظ ټولي قومندان کېږي. رسول محمد د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ تر پایه بېلابېلې پوځي دندې اجرا کوي او په کابل کې د تنظیمو په واکمنېدو سره د پلار او تره په مرسته کلي ته ځي، خو په کلي کې د خلکو له چال چلند څخه په عذابېږي: ((د جمعې په لمانځه مو د امام خبرو ته غوږ نيولی و، چې يو ټوپکي منبر ته پورته شو، ويل يې چې له کابل څخه راغلي دولتي کسان دې منبر ته راشي او اسلام دې قبول کړي، بله نيوکه يې دا وه، چې زه ولې ږيره خريېم، خو زما تره پورته شو او ورته یې وویل، تاسې هم لمونځ ووايئ او رسولمحمد به يې هم ووايي، چې د چا ښه زده دی، يو بل يې تر ګرېوانونو ونيول، زه مې د تره زوی له جومات څخه وویستم)).
رسولمحمد ته د کلي ژوند نور ستونزمن کېږي او له حاجي قدير سره یو ځای کېږي، نورستان ته ځي او هلته د قدیر په لوا کې د ګارنیزیون قومندان ټاکل کېږي.
په کونړ کې د طالبانو د فشار په نتیجه کې د رسول محمد کورنۍ هم له کونړ څخه جلال اباد ته کډه کېږي. يوه ورځ رسولمحمد غواړي د خپلې کورنۍ لیدو ته لاړ شي: ((ځان مې د طالبانو په ږيره، لنګوټه او کاليو کې جوړ کړی و، خو مخکې تر مخکې دوی ته احوال ورکړل شوی و. طالبان لاره کې ولاړ و، زموږ موټر يې ودراوه، راته ويل يې ډګرواله راښکته شه.)) ډګروال رسولمحمد د کونړ محبس ته وړل کېږي. ډګروال ته په بنديخانه کې یو طالب وايي: ((ډېر مې زړه درباندې بدېږي، ځکه په کومه کوټه کې چې بندي یې، څوک ژوندي ترې نه دي راوتلي. خو حاجي صاحب قدیر دې خدای وبښي، چې د طالبانو له یوه بندي سره یې تبادله کړم او مرسته یې راسره وکړه)).
ډګروال رسولمحمد د کرزي په دوره کې د نظامي اکاډمۍ د طب پوهنځي د نظامي قومندان په توګه معرفي کېږي، بيا يې هرات ته لېږي، په هرات کې تر يو کال دندې وروسته د امريکايانو يوه نظامي کالج ته معرفي کېږي: ((شپږ مياشتې يې روزنه راکړه، ښه درسونه مې وويل لومړۍ نومره مې واخيسته)).
د کالج له فراغت وروسته ډګروال رسولمحمد په ۱۳۹۰لمريز کال په کابل کې د سردار داوود خان روغتون د ګارنيزيون د مرستيال په توګه معرفي کېږي او تر اوسه په همدې پوست کار کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA