ads

خوست کې د چرګوړو د توليد مرکز پرانيستل شو

په خوست ولايت کې د ۴۲۴ زره ډالرو په لګښت د چرګوړو د توليد جوړ شوى مرکز تېره ورځ پرانيستل شو، چې د مسوولينو په خبره، هره مياشت به د ۱۵۸ زره چرګوړو د توليد ظرفيت ولري.

نویسنده: The Killid Group
20 لیندۍ 1395
خوست کې د چرګوړو د توليد مرکز پرانيستل شو

په خوست ولايت کې د ۴۲۴ زره ډالرو په لګښت د چرګوړو د توليد جوړ شوى مرکز تېره ورځ پرانيستل شو، چې د مسوولينو په خبره، هره مياشت به د ۱۵۸ زره چرګوړو د توليد ظرفيت ولري.
د خوست د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس سميع الله نصرت وويل، له دې سره هم مهاله د نسلي چرګانو د توليد فارم د جوړولو چارې هم پيل شوې، چې لس زره نسلي چرګان به په کې روزل کېږي.
د نصرت په خبره، په دې سره به له پاکستانه د چرګوړو راوړل بند او کاروباريان له شته ستنونزو او زيانونو څخه خلاص شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA