ads

ننګرهار کې سوداګر له امنيتي ستونزو سرټکوي

د ننګرهار ولایت یو شمېر سوداګر د نا امنۍ له زیاتوالي وېره څرګندوي او زیاتوي، چې باید د دوی د ژوند خوندیتوب له پاره لازم اقدامات ترسره شي.

نویسنده: The Killid Group
11 لړم 1395
ننګرهار کې سوداګر له امنيتي ستونزو سرټکوي

د ننګرهار ولایت یو شمېر سوداګر د نا امنۍ له زیاتوالي وېره څرګندوي او زیاتوي، چې باید د دوی د ژوند خوندیتوب له پاره لازم اقدامات ترسره شي.
خو د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، چې د سوداګرو د ژوند او د کارونو د خوندیتوب له پاره دوی ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي.
د ننګرهار ولایت سوداګر وايي، چې نه یواځې دوی، بلکې د دوی د کورنۍ غړي هم په خطر کې دي.
د دوی په وینا، په دې وروستیو کې ګڼ شمېر سوداګر تښتول شوي، وژل شوي او له نورو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د یاد ولایت سوداګر پر حکومت نیوکه کوي، چې د دوی د ژوند د خوندیتوب له پاره یې لازم اقدامات نه دي تر سره کړي.
دوی وايي، ډېر شمېر سوداګر د امنیتي ستونزو له امله دوبۍ، پاکستان او نورو ځایونو ته تللي او خپلې سوداګرۍ یې پرېښي دي.
سوداګر ثمرګل په دې اړه وویل: (( په دې نږدې وختونو کې د سوداګرو د کورنیو غړي تښتول شوي، ځینې سوداګر وژل شوي او همدارنګه د دوی ژوند دلته تل په خطر کې وي)).
صمدخان بیا وویل: (( زموږ څو ملګري په دې وروستیو کې دوبۍ، لاهور او نورو هیوادونو ته لاړل، دوی د امنیت د خربوالي څخه وېره درلوده)).
خو د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل: (( دوی د ټولو ننګرهار مېشتو د امنیت د خوندیتوب له پاره په مرکز او ولسوالیو کې هڅې کوي)).
هغه ملي سوداګر د ټول ملت او ننګرهار سرمایه وبلله او زیاته یې کړه، چې امینتي ځواکونه د دوی د ژوند او توکو د خوندیتوب له پاره د کابل ــ جلال اباد، جلال اباد ـ تورخم او جلال اباد ــ کونړ پر لویو لارو موظف دي.
هغه وویل: (( د ننګرهار نوی امنیې قوماندان هم د سوداګرو د خوندیتوب په برخه کې ځیني پلانونه وضع کړي دي)).
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول په وینا، نوي امنیې قوماندان له راتلو سره سم یی له یو شمېر سوداګرو سره ناستې کړي او د دوی ستونزې یې اورېدلي، چې ډېر ژر به یې د حل په موخه اقدامات وکړي.
کتونکي وايي، که چېرته په کور دننه د سوداګرو ملاتړ ونه شي ښایي په هېواد کې مېشت سوداګر نورو هېوادونو ته وتښتي او خپله پانګه هم له هېواده وباسي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د نړیوال بانک لخوا په ترسره شوې څېړنه کې افغانستان په اسیایي هیوادونو کې د پانګونې له پاره تر ټولو نا مناسب هېواد ګڼل شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA