ads

ننګرهار: څلورو مياشتو كې له ۵۰ مليونه افغانيو زيات عوايد راټول شوي

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ د پاسپورټ او ټرافيکو مديريتونو د روان لمريز کال په تېرو څلورو مياشتو له پنځوس ميليونه افغانيو څخه زيات عوايد راټول او د حکومت په حساب کې ور زيات کړي دي.د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، د امنيه قوماندانۍ پاسپورټ مديريت په ياده موده كې نږدې ۱۱ زره جلده پاسپورټونه […]

نویسنده: The Killid Group
13 زمری 1395
ننګرهار: څلورو مياشتو كې له ۵۰ مليونه افغانيو زيات عوايد راټول شوي

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ د پاسپورټ او ټرافيکو مديريتونو د روان لمريز کال په تېرو څلورو مياشتو له پنځوس ميليونه افغانيو څخه زيات عوايد راټول او د حکومت په حساب کې ور زيات کړي دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، د امنيه قوماندانۍ پاسپورټ مديريت په ياده موده كې نږدې ۱۱ زره جلده پاسپورټونه توزيع کړي او په ترڅ کې يې نږدې ۴۵ ميليونه افغانۍ عوايد افغانستان بانک ته تحويل کړي دي. د ننګرهار امنيه قوماندانۍ د پاسپورټ او ټرافيکو مديريتونو د روان لمريز کال په تېرو څلورو مياشتو له پنځوس ميليونه افغانيو څخه زيات عوايد راټول او د حکومت په حساب کې ور زيات کړي دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، د امنيه قوماندانۍ پاسپورټ مديريت په ياده موده كې نږدې ۱۱ زره جلده پاسپورټونه توزيع کړي او په ترڅ کې يې نږدې ۴۵ ميليونه افغانۍ عوايد افغانستان بانک ته تحويل کړي دي.
د سرچينې په وينا، د ټرافيکو مديريت مسوولينو بيا په ورته موده کې نږدې ۷ نيم ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
سرچينه زياتوي، چې ياد عوايد د تنظيم، جواز سير، ليسنس، پېښو او نورو بېلابېلو برخو څخه راټول او د قانون مطابق د حکومت حساب ته ور زيات شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA