ځایي چارواکي وايي، د غزني ښار اړوند د کابل ـ کندهار د لویې لارې په اوږدو كې د یوه ټېلر او ۳۰۳ ډوله موټرو ترمنځ د ټكر له کبله ۲۱ تنو ته د مرګ ژوبلې اوښتې ده.
ځایي چارواکي وايي، د غزني ښار اړوند د کابل ـ کندهار د لویې لارې په اوږدو كې د یوه ټېلر او ۳۰۳ ډوله موټرو ترمنځ د ټكر له کبله ۲۱ تنو ته د مرګ ژوبلې اوښتې ده.
د غزني د سرپرست والي ویاند شفیق ننګ کلید ته وویل، دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۷:۰۰ بجې د کابل ـ کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د غزني ښار اړوند د شهباز په سیمه کې رامنځته شوې ده.
ننګ زیاته کړه، په دې پېښې کې یوتن وژل شوی او د ۴ ښځو او یوه ماشوم په ګډون ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا، ټپیان د غزني ملکي روغتون ته انتقال شوي او د ټولو روغتیایي حالت ښه دى.
ننګ زياته كړه، د پېښې په تړاو تراوسه څوک نه دي نیول شوي او د دواړو موټرو چلونکي له سیمي تښتېدلي دي.
نوموړي د پېښې لامل د چلوونکو بې احتیاطي او ګړندی تګ په ګوته کړ.
د یادونې وړ ده، چې تېره اونۍ هم د کابل ـ کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د غزني ښار د روضې کوتل په سیمه کې د یوې ترافيكي پېښې له کبله د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ