له بهرنيو ځواكونو څخه افغان امنيتي ځواكونو ته د امنيت د ليږد دويم پړاو بهير د ممكنه پلي كېدو لپاره د ۱۷ ولايتونو نوملړ اعلان شو. د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواكې ادارې مشر عبدالخالق فراهې د چهارشنبې په ورځ د يوې خبري ناستې پرمهال، چې د ۱۷ ولايتونو له واليانو سره يې درلوده
له بهرنيو ځواكونو څخه افغان امنيتي ځواكونو ته د امنيت د ليږد دويم پړاو بهير د ممكنه پلي كېدو لپاره د ۱۷ ولايتونو نوملړ اعلان شو.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواكې ادارې مشر عبدالخالق فراهې د چهارشنبې په ورځ د يوې خبري ناستې پرمهال، چې د ۱۷ ولايتونو له واليانو سره يې درلوده وويل، چې د امنيت د ليږد د بهير په دويم پړاو كې په احمتالي توګه د تخار، سرپل، سمنګان، پروان، نيمروز، بلخ، دايكنډي، بدخشان، بادغيس او بلخ په بشپړه توګه شامل دي او د ننګرهار ښار د بهسودو، كوزكنړ، كامې او سره رود ولسوالۍ، د ميدان وردګو ولايت د ميدان ښار سيمه، د بهسودو لومړۍ برخه او د دې ولسوالۍ مركز او د شينډنډ او چشت شريف له ولسواليو پرته د هرات ټولې ولسوالۍ او بادغيس د آب كمري او د قلعه نو ولسوالۍ شاملې دي.
فراهي زياته كړه، چې د واليانو د غوښتنو او وړانديزونو له اوريد وروسته به يې د هېواد تر جهموررئيس كرزي پورې ورسوي او ښايي، چې له بحث او څېړنې وروسته د ځينو ولايتونو نومونه و ايستل شي، خو د واك د لېږد د دويمې دورې د ولايتونو نومونه به د استنبول په كنفرانس كې په ډاګه شي.
تخار يو له هغو ۱۷ ولايتونو څخهو دى، چې په احمتالي توګه ښايي د امنيت د لېږد په دويمه دوره كې شامل شي.
ياده دې وي، چې د هېواد د ۱۷ ولايتونو له وليانو سره د امنيت د لېږد د دويم پړاو د پلي كېدو په هكله د غوښتونو او وړانديزونو د څېړنو په موخه دغه دوه ورځنۍ غونډه په داسې حال كې جوړه شوه، چې تردې دمه په روان كال كې د ۷ ولايتونو د مركزونو او د ځينو ښارونو امنيتي چارې افغان امنيتي مسولينو ته وسپارل شوې او د امنيت د لېږد ياد بهير به تر ۲۰۱۴ كال پورې بشپړ شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ