د دغه وزارت ویاند طارق ارین د یکشبنې په ورځ یو خبري کنفرانس ته وویل، طالبانو د دوی او امریکا تر منځ تر هوکړې وروسته بیا هم تاوتریخوالي ته زور ورکړی او د تېرې یوې اونۍ په موده کې یې لسګونه افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ده په وینا، طالبانو په دې موده کې پر افغان سرتیرو ۲۲۲ بریدونه کړي، چې پر افغان ځواکونو وسله وال بریدونه، د دوی ترور کول او د عامه تاسیساتو په نښه کول پکې شامل دي.
په ورته وخت کې د سیمه ییزو ارګانونو اداره هم مني چې طالبانو په دې وروستیو کې تاوتریخوالي ته د تېر په څېر دوام ورکړی دی.
د دې ډلې ویاند سیدشاه سقیم همدې خبري ناستې ته وویل، طالبانو په دې موده کې ۵۱ لوی او واړه پلونه روان کړي او ۱۵ سړکونه یې تخریب کړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د امنیتي مسولینو د دې ادعا په غبرګون کې تبصره نه ده کړې.