د کرونا وېروس نړۍ کې نېږدې پنځه میلوینه خلک نیولي دي او له دې وېروس څخه تر دا مهاله ۳۲۷زره کسانو خپل ژوند بایللی دی.
امریکا د نړۍ په کچه ډېره ځپل شوې ده هلته له دې وبا څخه له ۹۳زرو ډېر کسان قرباني شوي دي او له یو نیم میلون څخه زیات .خلک پرې اخته شوي دي
د امریکا سپینې ماڼۍ خپلو کارکوونکو ته د ماسک پر کارولو امر کړی
ایران کې ددې وېروس له کبله له ۷زره ډېر کسان مړه شوي دي او هلته په دې وېروس د اخته کسانو شمېر ۱۲۷زرو تنو ته رسېدلی دی.
ایران کې بیا له دې وېروس څخه ۹۸زرو نه زیات وګړي روغ شوي دي او اوس خپل عادي ژوند پر مخ وړي.
پاکستان کې بیا په دې وېروس د اخته کسانو شمېر له ۴۸زرو څخه اوړښتی دی او هلته له دې وېروس څخه له زرو ډېر کسان مړه شوي دي.
تازه د پاکستان لومړي وزیر عمران ویلي، که د کرونا وبا مخنیوي لپاره یې لګول شوي بندیزونه نه وای لري کړي، نو شاید چې سلګونه وګړي به له لوږې مړه شوي وو
د معلوماتو له مخې کرونا وېروس څخه په ټوله نړۍ کې نږدې ۱،۸میلیونه خلک روغ شوي دي، چې دا شمېرې لاهم د بدلون په حال کې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ