پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل خبر ورکوي چې سبا د شنبې ورځ د ثور ۲۷مه نېټه په یو طرفه ډول د تورخم دروازه دیوې ورځې لپاره د افغان مسافرو پرمخ پرانیستل کېږي.
نوموړي پاکستان کې له افغان مسافرو غوښتې چې سبا د شنبې ورځ لپاره دې خپل چمتوالی ونیسي او تورخم دروازې ته دې په وخت ځانونه ورسوي.
د کرونا وېروس د خپرېدو له وېرې د تورخم او سپین بولدک دروازې د مسافرو پرمخ تړل شوي دي، چې د فرضي کرښې دواړو خواوو ته ولسونه بند پاتې دي.
دوی له دواړه حکمتونو غواړي چې د اختر لپاره دې دوه طرفه دروازه پرانیستي، ترڅو دواړه لوري یو بل سره په ګډه اختر تېر کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ