ننګرهار کې د اتصالات مخابراتي شرکت مسؤولینو د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې په دغه ولایت کې د 4G انټرنیټي خدماتو د پیل کېدو خبر ورکړ.
د اتصالات مخابراتي شرکت د مطبوعاتو مسؤول کفایت الله وايي، د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په ګډون په ټولو هغو سیمو کې چې د اتصلات مخابراتي شرکت پایې شتون لري؛ د سيمې اوسېدونکي به یې د 4G انټرنیټي خدماتو څخه برخمن شي.
« د ننګرهار د اتصالاتو ټولې هغه پايې چې جلال اباد ښار یا ولسواليو کې دي، له نن وروسته به هلته د اتصالات 4G خدمات پیل شي او زموږ ټول مشتریان به د 4G خدماتو څخه برخمن شي».
ورته مهال ننګرهار کې د یاد مخابراتي شرکت مسؤول عزیز الرحمن صافي وویل، چې ددغه شرکت لخوا د سیمکارتونو راجستر په وړیا ډول ترسره کيږي او هېڅوک نشي کولای، چې د سیمکارتونو د راجستر کولو لپاره له چا د پیسو غوښتنه وکړي.
نوموړي وويل: « زه تاسې ته ډاډ درکوم، چې تاسې کولی شئ، چې زموږ ساحوي دفتر ته مراجع وکړئ که زموږ هر کارمند له چا د پیسو غوښتنه کړې وي موږ یې په جدي ډول مخنیوی کوو».
د اتصالات شرکت مسؤولینو د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې د اتصالات ۱۴۵ پایې شتون لري، چې ټولې یې له نوې ټکنالوژۍ سره سمې ترمیم او فعالې کړي، چې دا به ددغه شرکت په خدماتو کې نور هم ښه والی راولي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ