ads

په ارزګان کې د خبریال امېد خپلواک لسم تلین ولمانځل شو

بي بي سي راډيو، پژواک اژانس او ګڼو نورو رسنيو د وژل شوي خبريال احمد امېد خپلواک لسم تلين د چهار شنبې په ورځ د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د ارزګان مېشتو خبريالانو او مدني فعالانو له خوا ولمانځل شو.

احسان الله ولسمل
6 زمری 1400
په ارزګان کې د خبریال امېد خپلواک لسم تلین ولمانځل شو
د احمد امېد خپلواک پر ياد راټول شوو کسانو لومړی د وژل شوي خبريال روح ته د دعا لاسونه لپه کړل او وروسته یې د احمد امېد خپلواک یو شمېر خاطرې یادې کړې. راټولو شوو کسانو احمد امېد خپلواک د خاورې او وطن په مینه وژل شوی خبریال یاد کړ.
خبريالانو له حکومت څخه د نوموړي د قاتلينو محکمه کولو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې حکومت باید په مرکز ترينکوټ کې يوه سيمه د وژل شوي خبريال په نوم ونوموې.
احمد شاه جواد:
«شهيد شوی امېد خپلواک يو وطندوست خبریا او د خلکو د غږ رسوونکی و. زه د هغه نېږدی ملګری پاتې شوی یم او د هغه ډېرې خاطرې راسره پاتې دي. هیله مې دا ده چې نور د خبریالانو وژل کېدل ودرول شي.»
پرهمدې مهال د وژل شوي خبريال مشر ورور او مدني فعال احمد جاوېد خپلواک له نړيوالې ټولنې او سازمانونو څخه غوښتنه وکړه چې د شهيد شوي خبريال احمد امېد خپلواک قاتلين پیدا او او محکمه کړي.
جاوېد خپلواک وويل: «امېد خپلواک یوازې زما ورور نه، بلکې د ټولو ارزګانیانو ورور و. د ارزګان ولایت هر ډول خبرونه به یې تر خلکو رسول. کلونه تېر شوی، خو لاهم د هغه قاتلین نه دي نیول شوي. زما هیله دا ده چې د هغه قاتلین ونیول شي او په ارزګان ولایت کې یوه سیمه د هغه په نوم ونومول شي.»
لس کاله مخکې ۲۵ کلن احمدامېد خپلواک د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې په خپل دفتر کې په کار بوخت و چې د وسله والو طالبانو د هغه د دفتر په څنګ د پولیسو پر یو مرکز ځانمرګی برید وشو.
تر برید وروسته نښته هم رامنځته شوه، چې د ناټو ځواکونو د ډزو په پایله کې هغه هم ووژل شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA