ads

په خوست کې ۲۰ څاه ګان اېستل کېږي

د خوست ځايي چارواکوي وايي، په دغه ولایت کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ شل داسې څاه ګان وباسي.

بختاجان بختیار
21 تله 1399
په خوست کې ۲۰ څاه ګان اېستل کېږي

دوی معلومه کړې چې تر ځمکې لاندې اوبه په کوم حالت کې دي او د څښلو لپاره مناسبې دي او کنه.
دغه څېړنیز څاه ګان د‌ نړيوال بانک په مالي مرسته د خوست ولايت په لسو بېلابېلو ساحو کې د ۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت جوړېږي.
د‌ خوست مرستيال والي عبدالواحد پټان د يادو څاه ګانو د کار د پيل پرمهال وويل دا څاه ګان به د ځمکې لاندې اوبو په څرنګوالي او مديريت کې ډېر موثر تمام شي.
د هغه په وینا، دا مهال دوی نه پوهېږي چې د ځمکې لاندې اوبو په کوم حالت کې دي، ایا د څښلو لپاره مناسبې دي که نه:
«دا تحقيقاتي څاه ګانې به په يو کال کې جوړېږي او د اړونده وزارت انجينران به په مياشت کې له دوی څخه ليدنه کوي. د اوبو خلاص والی او يا نور مرکبات چې ورسره وي، د هغوی درجه به معلوموي.»
په ورته وخت کې د خوست شمل خورم فرعي اداري حوزې مشر انجينر زین الله نسيمي وايي، د اوس لپاره له دغو څاه ګانو څخه يوازې د اوبو د مهار کولو لپاره ګټه اخيستل کېږي.
هغه زياته کړه، له درې کالو وروسته هر کله چې دوی په دې ډاډه شول چې تر ځمکې لاندې اوبه مهار شوې، بيا ترې د څښلو پاکو اوبو په توګه هم ګټه اخیستلی شي:
«په‌ هره ساحه کې دوه څاګان دي، يو څاه صرف تحقيقاتي دی او دويم شپږ اېنچه څاه څخه له درې کالو وروسته چې کله موږ مطمين شوو چې زېرزميني اوبه تکيه شوې، بيا ترې استفاده کولی شو.»
د انجنير نسيمي په وينا، د اوس لپاره ياد تحقيقاتي څاه ګان يوازې په مرکز کې اېستل کېږي او هڅه يې دا ده چې ولسواليو ته هم دا پروسه وغځيږي، څو د ځمکې لاندې اوبو د مديريت کولو لپاره سم او دقیق ارقام ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA